غزې کښې د اسرائیلو بې پایلوټه الوتکه نسکوره شوه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې قدس غونډ په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځ یوه بې پایلوټه الوتکه نسکوره کړه.
دغه راز د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مبارزانو هم د صهیونیسټ رژيم د « العاصي « مرکز د جاسوسۍ په تجهیزاتو باندې ډزې وکړې او د لبنان په جنوب کښې د «واژاني» ښار په مقابل کښې د اسرائیلي عسکرو د راغونډیدا په مرکز یې بریدونه وکړل.
د فلسطین د اطلاعاتو مرکز هم وویل د لبنان له جنوب څخه د نیواکي فلسطین په شمال کښې د المطله ښارګي په خوا کښې د صهیونیسټ رژيم د پوځ په یوې اډې باندې توغندوي حملې وشوې.
د لبنان حزب الله غورځنګ په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو له پیلیدا وروسته د فلسطین د مقاومت ډلو او د فلسطین د ملت د ملاتړ کولو لپاره د نیواکي فلسطین په شمالي سیمو کښې د صهیونیسټ رژيم په پوځي مرکزونو باندې حملې کړي دي چې دغه چاره د دغو سیمو د ښارګي میشه صهیونیسټانو د ویرې سبب شوي ده او په لسګونو زره صهیونیسټان د حزب الله غورځنګ له حملو څخه د ویریدا په خاطر له دغو سیمو تښتیدلي دي.