May 11, 2024 14:50 Asia/Kabul
  • مشکل د اسرائيلي حاکمانونه دی ؛۹۰کابوفیصده اسرائيلیان څه غواړي؟

پارس ټوډې – یو اسرائيلي پروفیسر وائي؛که غواړئ پوهه شئ ولې اسرائیل راتلونکی نه لري، یوازې د تل ابیب پوهنتون نظرسنجۍ نتیجو ته یوه ځغلنده کتنه وکړئ ،یوازې 3.2فیصده اسرائيلیان له نسل وژنې سره مخالف دي.(له دغه اسرائیلي پروفیسر سره د شوي مرکې یوه برخه ستاسو په خدمت کې).

لومړئ برخه  

د یوه  اسرائيلي  یهودي پوهنتون  استاد پروفیسر هیّم بریشت ژوبنر ، (Haim Bresheeth-zhabner،) د هولوکاسټ  د یوې پاتې شوي مشهورې کورنۍ څخه دی.هغه یو لیکوال ، د فیلم د مطالعاتو یو څيړاند او فیلم جوړونکی  او همدرااز د اسرائیلو دپوځ یو پخوانی عسکر دی

په وروستیو څو لسیزو کې ،بریشت ژابنر، له فلسطینیانو سره د اسرائیلو د چلند ډير سخت نیوکه کونکی شوی دی.

د هغه له نظره ، اسرائيل،  د اکتوبر له اومې نیټې وروسته له فاشیزم څخه ، د فلسطینیانو له حقوقو سره په رابطه کې ، د نازیزم په شان په یوه شي بدل شو. وخت په وخت   په ښکاره او کله هم پټ نازیزم.

دلته  د اسرائیلیانو  د فکر او چلند د واقعیّت په باب د  له the new arab  مجلې څخه  د سلوا امور (Salwa Amor)  پوښتنو ته  د ځوابونو شاهد یوو، چې د پارس ټوډې  په وسیله  ټاکل شوي او منظم شوي دي .

آیاد اسرائيلو اعتراضونه، یوه  داسې مثبته نښه ده چې د اسرائيلو په ټولنې کې د نسل وژنې څخه  ملاتړ په کمیدا دی .؟

زه باؤر لرم ، په اسرائيلو  کې اعتراضونه واقعا د فلسطین په باب نه دي.په اسرائيلو کې اعتراض کونکي هردواړه لوری،د نسل وژنې په سر سره یو نظر لري،دوي د یهودیانو له حقوقو دفاع کوي،نه د فلسطینیانو  د حقوقو.

 داسرائیلو د اعتراضونو اوسنۍ څپه د نسل وژنې له یوه کیمپه  بل کیمپ ته د فلسطینیانو د منتقلولو په باب ده. نوی کیمپ حتی د فلسطینیانو په باب لا توکمپاله دی .باید پوهه شو، اسرائیل د یهودیانو لپاره ډیموکراسي ده ،خو د فلسطینیانو لپاره نه .

د اسرائيلو  یوازې 3.2 فیصده یهودیان باؤري دي چې د دوي حکومت په غزې کې  له حده زیات  له ځواکونو استفاده کوي. په داسې حال کې  ۴۳ فیصده  ډیر کم دغه ځواک پیژندي . 87.4  فیصده  یهودیان ،د فلسطیني لوري  وژلې روا ګڼي.

یوه فلسطینئ میرمن  او وحشي صهیونیسټان

 

د همدې لپاره که وغواړئ پوهه شئ ، اسرائيل ولې راتلونکی نه لري،نو یوازې د تل ابیب  پوهنتون نظر سنجئ ته یوه کتنه وکړئ. یوازې 3.2فیصدي اسرائيلیان  له نسل وژنې سره مخالف دي. داسرائیلو ټولنه د منطقي تفکر جوګه نه ده ، دوي  په بشپړ  ډول نسل وژنې ته مخه کړې ده.

آیا  د هغه څه په شان د پخلاینې بهیر اجرا ته کومه هیله درلودلی شئ چې یوه وخت  په جنوبی افریقا کې وشول؟

ما  هیڅکله هم له صهیونیسټانو سره په خبرو اعتقاد نه درلود. زه د دوي او د BDS  په بایکاټولو باندې باؤر لرم.اسرائیل پخپله یو صهیونیسټي اورګان دی. دا اورګان  یا تنظیم ،پخپله توکمپال دی او په قومي پاکونې اعتقاد لري. تاسو له صهیونیسټانو سره خبرې نه شئ کولی.هماغه شان چې  له هیټلر سره  نه شوئ کیدلې. اسرائیل اوس له رسمي فاشسټ څخه  په یوې نازي ټولنې بدل شوي دي.څه دپاسه نوي فیصدي اسرائيلیان  د نسل وژنې ملاتړ کوي  چې هیڅکله هم باید هیر نشي.

وسله په لاس او پر فلسطینیانو د ډزواو یرغلونو لپاره تیار صهیونیسټان

 

که  د تاسو له نظره  پخلاینه  یوه ټاکنه  نه ده ، نو بیا  راتلونکی څرنګه وینئ؟

راتلونکی وخت او لاره د صهیونزم  له مینځه تلل دي .په هره ممکنه طریقه، له صهیونزم سره مخالفت،زه شک لرم چې  له غمیزو وروسته سوله د ترلاسه کولو وړ شي.له صهیونزم سره پخلاینه نه کیږي،هماغه شان چې له استعمار او نازیزم سره پخلاینه  هیڅ وجود نه لري.صهیونزم ذاتا غیر انساني او فاشیسټي دی.زه باؤر لرم اسرائيلیان او صهیونیسټان د نازي ضده بهیر په شان یو بهیر ته اړتیا لري،د هغه څه په شان چې  له نازیانو سره وشول.تر هغه وخته  پخلاینه ممکنه  ده.  

 

 

ټیګونه