اسرائیلو د حماس غورځنګ دوه چارواکي ټرور کړي
ایرنا خبري اژانس د فلسطین د سما خبري اژانس په قول ویلي دي د صهیونیسټ رژيم پوځ نن سهار ادعا وکړه چې په لویدیځه غاړه کښې یې د فلسطین د حماس غورځنګ دوه چارواکي ټرور کړي دي.
صهیونیسټ رژیم په رفح سیمې باندې د تیرې ورځې د حملې د توجیه لپاره ادعا وکړه چې په لویدیځه غاړه کښې یې د یاسین ربیع او خالد تجار په نوم د حماس غورځنګ دوه چارواکي ټرور کړي دي.
څو ساعته مخکې د غزې تړانګې د روغتیا ادارې چارواکو وویل په رفح ښار کښې د فلسطیني کډوالو په خیمو باندې د صهیونیسټ رژیم د جنګي الوتکو په بریدونو کښې تراوسه پینځه دیرش کسان شهیدان او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.
په رفح کښې د ایمرجنسي کمیټۍ وویل دغه کسان په خیام کیمپ باندې د صهیونیسټ رژيم په برید کښې له دې سره سره چې ادعا شوي وه دغه سیمه امنه ده شهیدان شوي دي.
دغه راز د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په تیرې جمعې ورځ ټینګار وکړ په رفح سیمه کښې د پوځي عملیاتو د بندولو لپاره اسرائیلو ته په هیګ کښې دیره د نړیوالې جنايي محکمې حکم باید پلی شي او ټول لوري باید د هغه پیروۍ وکړي.