شیخ نعیم قاسم :د اسرائیلورژیم د تیریو ځواب ته چمتو یو
د لبنان د حزب ا...د عمومی منشی مرستیال دې ته په اشارې سره چې مونږ د صهیونیسټی رژیم تیری ته سخت ځواب ورکولو ته چمتو یو او ویې ویل: د رفح ښار او د غزې په تړانګه د دغه رژیم د حملو تر بشپړه دریدو پورې به د فلسطین له خلکو ملاتړ ته دوام ورکړو.
د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهسې د لویدیځو هیوادونو په بشپړ ملاتړ سره جعلی صهیونیسټ رژیم د غزې د تړانګې په جنوب او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د رفح ښار د بې دفاع او مظلومو خلکو په خلاف پراخ قتل عام پیل کړی دی . د فلسطین د نیواکګر رژیم د جنایتونو په اړه د نړیوالې ټولنې او د بشری حقوقو د بنسټونو چوپتیا د صهیونیسټی رژیم د جنګی ماشین په وسیله د فلسطینی ښځو او ماشومانو د وژلې د دوام سبب شوې ده.
د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزې تړانګه کې ۳۶ زره ۲۲۴ فلسطینیان شهیدان شوي او ۸۱ زره ۷۷۷ نور ټپیان شوي دي.
شیخ "نعیم قاسم نن وویل: د غزې د تړانګې په جنوب کښې د رفح په ښار باندې د اسرائیلو د رژیم حمله به د دغه رژیم لپاره هیڅ لاسته راوړنه ونه لری او د مقاومت له منځه وړلو او د خپلو بندیانو خلاصون ته به ونه رسی .
نعیم قاسم دې ته په اشارې سره وویل چې هیڅ شی به د دې جبهې مخه ونه نیسي مګر په غزې د حملو بندیدا ، تاکید وکړ: د لبنان حزب ا... د مقاومت له ځواکونو سره په ملګرتیا کښې د داسې جنګ د پیلولو هوډ کړی چې د صهیونیسټی رژیم ټولې معاملې به ګډوډې کړی او اسرائیل به تسلیمیدو ته مجبور کړی.
په تیرو څو میاشتو کښې د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم له وحشتناکو جنایتونو او د دغه رژیم له خوا د فلسطینیانو له نسل وژنې وروسته د لبنان حزب ا... د نیواکګرو سیمو په شمال کښې د صهیونیسټی پوځیانو مرکزونه په نښه کړل. یوه مسله چې په دغو سیمو کښې د صهیونیسټانو د ویرې سبب شوې ده او تراوسه په لسګونو زره صهیونیسټان د مقاومت د حملو له ویرې د لبنان پولو ته نږدې له میشت ځایونو وتلي دي.