په جولان نیواکي لوړو باندې ۴۰توغندي ویشتل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i149318-په_جولان_نیواکي_لوړو_باندې_۴۰توغندي_ویشتل_شوي_دي
د اسرائیلو رسندویو  د نیواکي فلسطین په شمال کې په الجلیل علیا سیمې کې  د لسګونو چاودنو د غږونو د  آوریدو خبر ورکړی دی.
(last modified 2024-06-11T08:02:54+00:00 )
Jun 11, 2024 12:24 Asia/Kabul
  • په جولان نیواکي لوړو باندې ۴۰توغندي ویشتل شوي دي

د اسرائیلو رسندویو  د نیواکي فلسطین په شمال کې په الجلیل علیا سیمې کې  د لسګونو چاودنو د غږونو د  آوریدو خبر ورکړی دی.

  المیادین ټيلیویژني چینل د نیواکي ټاټوبو او نیواکي جولان  په لور د لبنان له خاورې د لسګونو توغندیو د پراخو حملو او د لسګونو صهیونیسټي پوځیانو د مرګ ژوبلو خبر ورکړی دی.

دغه ټیلیویژني چینل راپور ورکړ، د اسرائیلو رسندویو  د نیواکي فلسطین په شمال کې په الجلیل علیا سیمې کې د لسګونو چاودنو د غږونو د  آوریدو خبر ورکړی دی.

صهیونیسټي رسندویو همداراز راپور ورکړی دی،د صهیونیسټ میشته ښارګوټو او المناره او تله رامیم سیمو باندې نور لسګونو شمیر توغندي ویشتل شوي او د شمال حالات تاؤتریخجن او ترینګلي دي.

ددغه راپور په اساس، لسګونو توغندي د نیواکي ټاټوبو  په شمال کتسرین صهیونیسټ میشته ښارګي هم توغول شوي دي.

 په الجلیل علیا کې په کفار هنسیه صهیونیسټ میشته ښارګوټي کې هم یو توغندی لګیدلی دی.

په عین حال کې ځینو اسرائیلي رسندویو د جولان په نیواکي برخې باندې له لبنانه د ۴۰توغندیو د توغول کیدا خبر ورکړی دی.

د لبنان حزب ا...ولسی غورځنګ په یوې خبرتیا کې وئیلي دي،  چې د فلسطین د مقاومت په پشتیبانۍ او د غزې د مظلومو خلکو په ملاتړ کې ددغه غورځنګ مبارزانو  په نطوعا ښارګي کې د صهیونیسټي پوځیانو د غونډیدا ځاي په شیشت کې  راوستی چې یو شمیر جنایتکار صهیونیسټي عسکر ئې هلاک او ټپیان کړي دي.

په راپورونو کې وئيل شوي دي، د لبنان له پولو سره نزدې  له ښارګوټو څخه د مقاومت د حملو له ویرې  په لسګونو زره صهیونیسټان تښتیدلي او بیرته دغو سیمو ته  له ستنیدا سره هیح ګروهنه نه لري.