اسرائیل ۹۰ ایټمي خولۍ لري
-
اسرائیل ۹۰ ایټمي خولۍ لري
پارس ټوډی- د ایټمي وسلو د نابودولو لپاره نړیوال کمپین (آیکان) ICAN اندازه لګولې چې اسرائيل لږترلږه ۹۰ ایټمي خولۍ په واک کښې لري.
د ایټمي وسلو د نابودولو لپاره نړیوال کمپین (آیکان) International Campaign to Abolish Nuclear Weapons د دغو احصائیلو په اعلانولو سره ویلي دي، اسرائیل د خپلې ایټمي بودجې په زیاتولو لګیا دی. د پارس ټوډی د خبر له مخې، آیکان څرګنده کړې ده چې د اسرائيلو ایټمي بودجې هر کال ۲.۴ فیصدي زیاتوالی لرلی چې د ۱.۱ میلیارډ ډالرو برابر دی.
په هم دې لړ کښې د ایټمي وسلو د له مینځنه وړلو لپاره د نړیوال کمپین د سیاستونو او تحقیقاتو د غږملتیا مسئولې «آلیسیا سندرز زاکر» Alicia Sanders-Zakre وویل: زمونږ د تقریبي ارزونو له مخې، اسرائیل ۹۰ ایټمي خولۍ لري خو د ایټمي خولیو کره شمیر ته یې رسیدل ډیر ګران دي ځکه چې په اسرائیلو کښې شفافیت نشته.
هغه همداشان په غزه کښې د صهیونیسټي رژيم د وروستیو ګواښونو په هکله خپله اندیښنه څرګنده کړه.
د ایټمي وسلو د له مینځهوړلو لپاره نړیوال کمپین همداشان ویلي چې امریکې تیر کال د خپلو ایټمي زیرمو د ماډرن کولو لپاره ۵۱.۵میلیارډه ډالر ولګول یعنې د نورو ټولو ایټمي قدرتونو له ډله ایز لګښته زیاتې پيسې.