د یمن په شمال لویدیځ کې د امریکا او برتانیې بریدونه
امریکايي او برتانوي جنګي الوتکو د یمن په شمال لویدیځ کې بمباري کړې ده.
د «المسيره» تلويزيوني چينل د خبر له مخې، د يکشنبې په ورځ امريکايي او بريتانوي جنګياليو د يمن په شمال لويديځ کې د حجه ولايت په «بهيص» سيمه کې بمباري ترسره کړې.
د یمن بېلابېلې سیمې په تېرو میاشتو کې د امریکا او بریتانیا د بریدونو هدف ګرځېدلې دي.
دغه حملې د صهیونیسټ رژیم د سمندري محاصرې د ختمولو لپاره د یمن په ملي حکومت د فشار اچولو په موخه ترسره کیږي.
د یمن پوځ په تیرو میاشتو کې په غزې تړانګې کې د فلسطیني ملت له مقاومت څخه په ملاتړ کې د صهیونیسټانوهغه کښتۍ چې اشغال شویو سیمو ته یې تګ کاوه، په سور سمندرګي او د باب المندب تنګي په سیمو کې په نښه کړې دي.
د یمن د پوځ ځواکونو ژمنه کړې، تر هغې چې د صهیونیسټ رژیم له لورې په غزې تړانګه جنایتونه نه وي، بند شوې، دوی به په سور سمندرګي کې دغه رژیم ته ورتلوونکې کښتۍ په نښه کړي.