امریکې د لبنان لپاره کوم خوب لیدلی دی؟
-
ښي اړخ ته د نجیب میقاتي تصویر – کیڼ اړخ ته د عاموس هوکشتاین انځور
پارس ټوډی- د لبنان «الاخبار» ورځپاڼې په یوه مقاله کښې بیروت ته د امریکې د ولسمشر د ځانګړي صلاحکار د سفر وجوهاتو ته پام کړی دی.
الاخبار لبناني ورځپاڼې بیروت ته د امریکې د ولسمشر د ځانګړي صلاحکار سفر ته په اشارې سره ولیکل: د امریکې د ولسمشر جوبایډن ځانګړی صلاحکار «عاموس هوکشتاین» لبنان ته راغی او د هغه د سفر سره په یو وخت، صهیونیسټانو په بیروت کښې د غیرپوځي مرکزونو خلاف خپلو سختو تیریو او بریدونو ته دوام ورکړ.
د پارس ټوډی د خبر له مخې، د دغې لبناني ورځپاڼې په مطلب کښې راغلي دي: «هوکشتاین» بیروت ته له راتګ مخکښې له صهیونیسټي لورو سره پراخ تماسونه درلودل او د دغه رژيم چارواکو ورته اطلاع ورکړه چې په داسې هیڅ موافقې کښې نه شاملیږي چې شرطونه یې پوره نه کړي او له بشپړې موافقې مخکښې به هیڅ ډول اوربند ونه شي.
الاخبار ورځپاڼه زیاتوي: «هوکشتاین» له خپل ټیم سره په سفارتي ژبه د یوې مسودې په برابرولو کار وکړ خو ونه توانیده چې داسې فارموله پیدا کړي چې هم د اسرائیلو د رژيم غوښتنې پوره کړي او هم د لبنان، او هغه تایید کړي. هغه بیروت ته له سفر مخکښې د ډیپلماټیکو ټولنو په تیره بیا په بیروت کښې د امریکې د سفارت له لارې په لبنان کښې د امریکې د سفیرې «لیزا جانسون» په مشرۍ څو لبناني لورو ته پيغام واستوه، په دې مضمون سره چې لبنان په داسې پوزیشن کښې نه دی چې ډیرې خبرې اترې ترسره کړې شي او که وړاندیز ونه مني نو دا به د جنګ د دوام په معنا وي او د تل ابیب بریدونه به لاسخت او تریجن شي.
دې ورځپاڼې د عرب سفارتي سرچینو له قوله لیکلي دي: «هوکشتاین» همداشان د مختلفو اصولو په بنیاد د د ۱۷۰۱ پریکړه لیک په هکله یوه نوې لیدتوګه وړاندې کړې او په دغه پریکړه لیک کښې وړاندیزي اصلاحات یوازې تر اجرايي سازوکاه نه محدودیږي.
د امریکې استازي له ځان سره یوه مقاله هم راوړې وه چې له مخې یې، د ۱۷۰۱ پریکړه لیک د سریزې متن باید اصلاح شي ترڅو د لبنان او نیواکي فلسطین په پولو کښې د صلحې د ټینګښت او د پولو په خوا کښې په لبناني سیمو کښې د هر ډول وسله والو د شتون د مخنیوي په موخه په یو پریکړه لیک بدله شي.
د الاخبار د معلوماتو له مخې، د امریکې استازي هڅه وکړه چې دغه بیخي غیرعقلي او یواړخیز وړاندیزونه په یو داسې ډول وړاندې کړي چې لبنانیان ځانته جذب کړي او د لبنان د حکومت د چارو د چلونکي وزیراعظم نجیب میقاتي او د پارلیمان د مشر نیبه بري ابتدايي موافقه ترلاسه کړي خو رپورټونه وايي چې د لبنان چارواکو ورته مثبت ځواب نه دی ورکړی او دا ښودنه کوي چې هوکشتاین، زر لبنان ته نه ستنیږي مګر دا چې داسې بدلونونه رامینځته شي چې هغه د خپلو آیډیاو سمولو ته مبجور کړي.