د صهیونیسټ دښمن په پوستو د حزب الله پراخه برید
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i154522-د_صهیونیسټ_دښمن_په_پوستو_د_حزب_الله_پراخه_برید
سحاب ـ د لبنان د حزب الله جنګیالیو یو ځل بیا د صهیونیسټي دښمن په مرکزونو پراخه بریدونه کړي.
(last modified 2024-11-22T10:15:36+00:00 )
Nov 22, 2024 14:38 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ دښمن په پوستو د حزب الله پراخه برید

سحاب ـ د لبنان د حزب الله جنګیالیو یو ځل بیا د صهیونیسټي دښمن په مرکزونو پراخه بریدونه کړي.

سحاب شبکې د مهر خبري اژانس له قوله لیکلي: د لبنان حزب الله د جمعې په ورځ د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې د دغه غورځنګ جنګیالیو د لسم ځل لپاره د لبنان په جنوب کې د «خیام» ښار په ختیځه څنډه کې د صهیونیسټی پوځیانو د راغونډیدو په ځای توغندی وویشتل.

د صهیونیسټ رژيم پوځ همدا راز په نیواک شویو سیمو د حزب الله د پراخو توغندیو، راکټ او ډرون حملو خبر ورکړ او زیاته یې کړه: د حزب الله یوه بې پیلوټه الوتکه نقب سیمې ته داخله شوې چې د دوی د دفاعي سیسټم لخوا کشف شوې ده.

د دغه راپور له مخې؛ له دغو حملو وروسته په نیواک شویو سیمو کې د بن ګوریون په ترټولو ستر هوایي ډګر کې الوتنې ځنډول شوي دي.

د لبنان حزب الله هم اعلان وکړ چې د لبنان په جنوب کې د شمعې قلعې ته نزدې یې د صهیونیسټي دښمن یو مرکاواي ټانک په یوه لارښود توغندي سره په نښه او ویجاړ کړی، چې په کې ناست ټول اشغالګر هم وژل شوي او ټپيان دي.