کوم حکومتونه په سوریې کښې له بلواګرو ترهګرو سره ارتباط لري
(last modified Tue, 03 Dec 2024 08:55:36 GMT )
Dec 03, 2024 13:25 Asia/Kabul
  • کوم حکومتونه په سوریې کښې له بلواګرو ترهګرو سره ارتباط لري

پارس ټوډی –د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل په سوریې کښې له تکفیري ترهګرو ډلو سره د صهیونیسټ رژيم او حتی د امریکا د حکومت بشپړه غږملتیا شته.

ترهګرو ډلو د تیرې چهارشنبې ورځې له سهار څخه د لبنان او د اسرائیلو ترمینځ له اوربند وروسته د ځینو هیوادونو په ملاتړ او د نویو خارجي وګړو په ورننباسلو سره د سوریې په شمال او لویدیځ کښې د حکومتي عسکرو په مرکزونو باندې پراخې حملې وکړې.

د سوریې د حالاتو په هکله د ایران او د روسیې د ولسمشرانو ټیلي فوني خبرې اترې ، له خارجي پروګرام سره سم په سوریې کښې د ترهګرو حرکت ، په سوریې کښې د ترهګرو په لیکه کښې د اوکراین د ګوډاګیانو شتون ، په حلب او حماه  ولایتونو کښې د څو سیمو ازادول او په سوریې کښې د سلو ټروریسټانو وژل کیدا د سوریې د وروستیو بدلونونو غورچاڼ دی چې د پارس ټوډی په دغه راپور کښې یې لوستلی شئ.

د سوریې په چورلیزتوب سره د ایران او د روسیې د ولمسمشرانو مسعود پزشکیان او د ولادیمیر پوتین مشورې:-

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په تیرې دوشنبې ورځ په ټیلي فوني خبرو کښې د سوریې په شمال کښې د ترهګرو ډلو وروستي خوځښتونه د سیمې او د سوریې د ثبات او د امنیت پرضد جدي ګواښ وباله.

دواړو ولسمشرانو په دغه ټیلي فوني تماس کښې په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره په مقابلې کولو کښې د دمشق له حکومت سره د مرستې لپاره په ګډې ملګرتیا ټینګار وکړ.

د ایران خارجه وزیر عراقچي وویل په سوریې کښې د ترهګرو اقداماتو لپاره د امریکا او د اسرائیلو ترمینځ بشپړه غږملتیا شته.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په تیرې دوشنبې شپې سوریې او ترکیې ته خپلو وروستیو سیمه ئیزو سفرونو ته په اشارې سره وویل: په سوریې کښې مو د سوریې له حکومت او ولسمشر څحخه د پریکنده او د غوڅ  ملاتړ پراساس د ایران د اسلامي جمهوریت پیغام ولسمشر بشار اسد  ته ورسوه.

د ایران خارجه وزیر په دې خبرې سره چې په سوريې کښې د ترهګرو ډلو او د امریکا او د صهیونیسټ رژيم ترمینځ کامله غږملتیا شته زیاته کړه: هماغه ډول چې د سوریې حکومت د ایران پرضد د عراق د تپلي جنګ په وخت کښې د تهران په څنګ کښې و مونږ به هم د سوریې په څنګ کښې وو.

په دمشق کښې د ایران سفیر «حسین اکبري »هم په تیرې دوشنبې شپې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د سوریې او د ایران اړیکې په ډیرې لوړې سویې کښې دي ډاګینه کړه: تهران او دمشق په سختو شرایطو کښې د یوه بل حفاظت او ساتنه کوي.

عبدالباري عطوان وویل د سوریې لپاره د امریکا ، د صهیونیسټ رژیم  او د ترکیې د مثلث پلان په ماتي محکوم دی.

په همدې اړه د عربو دنیا مشهور شناند «عبدالباري عطوان په «رای الیوم» ورځپاڼې کښې په یوه مطلب کښې د سوریې بدلونونو او په دغو بدلونونو کښې د امریکا ، د صهیونیسټ رژیم او د ترکیې د مثلث لاس لرلو ته په اشارې سره ولیکل: هغه څه چې اوس په سوریه کښې روان دي د هغه سناریو تکرار دی چې امریکا په عراق کښې د نولس سوه یونویم میلادي کال له پیل څخه یعني د کلابندۍ او د سختۍ لوږې له اعمالولو او تر حملې او له دولس کلونو نیواک وروسته ترسره کړل او د عراق رژیم یې نسکور کړ؛ خو دغه سناریو په سوریې سره چې قوي پوځ ، ولسي اډانۍ او د روسیې او د ولسمشر پوتین په شان سټراټيژیک متحد او د ایران په مشرۍ د مقاومت چورلیز لري  چې له پوځي حیثیته قوي دی  سمون نه خوري او په ماتي محکومه ده.»

د عراق د الحشد الشعبي تنظیم د رسنیو د چارو مدیر «مهند العقابي» هم په تیرې سې شنبې ورځ وویل : په سوریې کښې ټروریسټان د خارجي پروګرام او پلان پراساس فعالیت کوي او د هغوې هدف د سیمې د ثبات ګډوډل دي.

د تیونس د «ولسي بهیر »مشر په هم په یوې بیانیې کښې په سوریې کښې د ترهګرو ډلو اقدامات د امریکا په ملاتړ سره د نوي  مینځني ختیځ په نوم د صهیونیسټ رژيم د پلان د پلي کولو لپاره یو ګام وباله.

دغه بهیر ټینګار وکړ ترهګرې ډلې یوازې د صهیونیسټي دښمن او د امریکا د حکومت اوزاري او کړچاري ډلې دي.

العالم ټیلي ويژن راپور راکړی د ایران پلازمینه تهران په تیرې دوشنبې ورځ د ترکیې د سفارت مخ ته د یوشمیر کسانو د اعتراض کتونکي وه چې پکښې په سوریې کښې له ترهګرو او تکفیري ډلو څخه  د صهیونیسټ رژيم ، د امریکا او د ترکیې ملاتړ وغندل شو.

په تهران کښې د سوریې یوه هستوګن ښاریز په دغه غونډه کښې العالم ټيلي ويژن ته وویل: ترکیه اوس په سیمه کښې شکمن رول لوبوي او ثابته یې کړي ده چې ترکیه څو څیرې لري  چې یوه څیره یې له وسله والو ډلو ملاتړ دی کوم چې نن سبا په سوریې کښې فساد او وژلې ترسره  کوي او دغه ډلې هر ډول ملاتړونه لري.

په عین حال کښې المیادین ټیلي ويژن هم په سه شنبې ورځ د سوریې د سرچینو په قول راپور ورکړ چې د اوکراین پوځیان په سوریې کښې د «هیات تحریر الشام »ترهګرې ډلې سره د ملګرتیا لپاره شتون لري.

کي یف ویبپاڼې هم څه موده مخکې وویل: د سوریې په شمال کښې د «هیات تحریر الشام» ترهګرې ډلې غړیو د اوکراین له جاسوسۍ ادارې سره اړونده ځواکونو یعني «خیمیک» ډلې څخه روزنه ترلاسه کړي ده.

دغو ترهګرو له بې پایلوټه الوتکو څخه د استفادې ځانګړي روزنه په اوکراین کښې کړي ده.

العالم ټیلي ويژن په تیرې دوشنبې ورځ راپور ورکړ په سوریې کښې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په زیاتیدا سره د ایران د پوځي سلاکارانو یوه ډله د سوریې او د ایران د پوځي ، امنیتي او د سیاسي ملګرتیا د موافقې د یوې برخې په توګه له ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره د سوریې له حکومت سره د مرستې لپاره دمشق ته رسیدلي ده.

مقاومت ډلو ته اړونده یوې سرچینې هم له المیادین ټیلي ويژن سره په مرکه کښې تائید کړه چې د سوریې د شمال جبهو، د حماه د ختیځ جبهو او د حلب جنوب ته پوځي مرستې او تجهیزات استول شوي دي.

په سوریې کښې د سلو ټروریسټانو وژل کیدا:-

په عین حال کښې په سوریې کښې د روسیې د پخلاینې مرکز په تیرې دوشنبې شپې خبر ورکړ چې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې په سوریې کښې سل ټروریسټان وژل شوي دي.

العالم ټیلي ويژن هم راپور ورکړی دی ترهګرو ډلو د حملو په څو  ورځې تیریدا سره د سوریې په بیلابیلو سیمو کښې د دغو ترهګرو ډلو د مړینې شمیر څوارلس سوه کسانو ته رسیدلی دی.

خبري سرچینو دغه راز راپور ورکړ چې د سوریې پوځ له تکفیري ترهګرو ډلو سره له سختو جنګونو وروسته د سوریې په لویدیځ کښې د حماه ولایت د شمال او د ختیځ په خوا کښې «الرهجان» او «السعن» کلي له ترهګرو بیرته ازاد کړي دي.

د دغو سرچینو د اعلان پراساس د سوریې پوځیانو د سوریې په شمال کښې د حلب په ختیځ کښې د السفیره» ښارګي په خوا کښې د «ام عامود» سیمې د ترهګرو له نیواک څخه ازاده کړه.

المیادین ټیلي ويژن هم نن سهار د« السفیره» سیمې په لور د سوریې د پوځ د پرمختګ په اعلانولو سره جوته کړه چې دغه پرمختګ د حلب ولایت د کلیو عمق او داخل ته د سوریې د ځواکونو د چټک بیرته ستنیدا په معنا دي.