د سوریې په جنوب کې په ګرځیدو بندیز اعلان شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i158934
پارس‌ تودی - د سوریې د نوې واکمنۍ امنیتي بنسټونو د درعا په ختیځې حوزې د وروستیو پېښو په غبرګون کې ګرځیدل منعه اعلان کړل.
(last modified 2025-04-11T09:46:41+00:00 )
Apr 11, 2025 14:13 Asia/Kabul
  • د سوریې په جنوب کې په ګرځیدو بندیز اعلان شو

پارس‌ تودی - د سوریې د نوې واکمنۍ امنیتي بنسټونو د درعا په ختیځې حوزې د وروستیو پېښو په غبرګون کې ګرځیدل منعه اعلان کړل.

که څه هم د دې اقدام په اړه جزییات نه دي خپاره شوي، خو ویل کېږي، چې دا پرېکړه د وروستیو امنیتي ناکراریو په غبرګون کې اخیستل شوې ده.

د سوریې محلي سرچینو له دې وړاندې د المیادین شبکې ته ویلي وو، چې «بلال دروبي» له دوو نورو کسانو سره په بصري الشام ښار کې د نامعلومو کسانو په ډزو کې ټپیان شوي دي.

دروبي له ۲۰۱۸ کال وړاندې د محلي ډلو له قوماندانانو څخه و او وروستیو کې د سوریې د نوې واکمنۍ د دفاع وزارت سره یوځای شوی دی.