آنروا: په غزه کې بشري ناورین له تصوره وتلی دی
May 05, 2025 05:03 Asia/Kabul
پارس ټوډي - د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه او کارموندنې اداره (آنروا) اعلان کړه چې په غزې تړانګه کې بشري وضعیت ناورین دی او له تصوره وتلی دی.
آنروا د یکشنبې په ورځ اعلان کړه: د غزې د بشپړې محاصرې د دوام له امله، د دې بېساري بشري ناورین پر وړاندې د نړیوالو هڅو پرته بله لار نشته.
په غزې تړانګه کې فعالو خوراکي موسسو هم اعلان کړې چې د صهیونیسټانو د محاصرې او بشري مرستو د ننوتلو د مخنیوي له امله، د کډوالو لپاره خېمې، خواړه او تېل ختم شوي دي او هیڅ شی نه دي پاتې شوي.
ټیګونه