حماس: مقاومت په نوښتي میداني تاکتیکونو سره، دښمن هره ورځ حیرانوي
حماس څرګنده کړه: هرڅومره چې جنګ اوږد شي، د غزې په شګو کښې د نیواکګر رژيم د پوځ غرقیدل به لازیات شي او د مقاومت د ځانګړو بریدونو په وړاندې د هغه کمزوري به په ډاګه شي.
پارس ټوډی: د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ(حماس) پرون په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د صهیونیسټي رژیم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د مذاکراتو پړاونه پرله پسې له ماتې سره مخامخ کړل، وویل چې د غزې د مقاومت ځواکونه په خپلو نوښتي میداني تاکتیکونو سره، هره ورځ دښمن سرپرایز کوي او حیرانوي یې.
حماس زیاته کړه: د مقاومت ځواکونه یو ستومانه کوونکي جنګ ته داخل شوي دي او هره ورځ دښمن په نوښتي میداني تاکتیکونو سره حیرانوي او د چارو واګې یې له دښمنه تروړلې دي او محاسبات یې ورله ګډوډ کړي دي.
حماس څرګنده کړه: هرڅومره چې جنګ اوږد شي، د غزې په شګو کښې د نیواکګر رژيم د پوځ غرقیدل به لازیات شي او د مقاومت د ځانګړو بریدونو په وړاندې د هغه کمزوري به په ډاګه شي.
حماس غورځنګ زیاته کړه: جنایتکاره نتانیاهو خپلو پوځ او رژیم یو عبث او بې نتیجې جنګ ته ننباسلی دی چې دوام یې نه یوازې د صهیونیسټي عسکرو او اسیرانو ژوند ګواښي بلکې د هغه د رژیم لپاره په سټراټیجکه سویه د یوې غمیزې د رامینځته کیدو ګواښ هم رامینځته کوي.