د اسرائیلو تازه بریدونو کې ۱۰۴ فلسطیني وګړي شهیدان شوي
د را پورونو له مخې؛ په غزې د اسرائیلو د بریدونو په دوام کې د مرستې په تمه د ولاړو ۳۷ کسانو په ګډون ۱۰۴ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت وایي، دغه بریدونه د دې تړانګې په بېلا بېلو سیمو ترسره شوي او په قربانیانو کې ماشومان او میرمنې هم شتون لري.
دغه وزارت زیاته کړې، په برید کې ۳۷ تنه هغه کسان هم شامل دي، چې په رفح کې د مرستې ترلاسه کولو په موخه ولاړ و.
د یادو کسانو په شهادت سره د اسرائیلي پوځ د بریدونو له امله د شهید شویو فلسطینیانو شمېر ۵۸ زره او ۷۰۰ تنو څخه زیات شو.
په دغه بریدنو کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۴۰ زره نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) ویلي، په غزه کې د خوړو سخت کمښت دی او په هرو درې کسانو کې یو کس له څو ورځو راهیسې له خوړو محروم دی.