حزب الله: د امريکا او اسرائيلو هدف د سوريې تجزيه ده 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i162624
پارس ټوډی - د لبنان په پارلمان کې د مقاومت وفادارۍ فراکسيون لوړپوړي استازي د امريکا او صهيونيستي رژیم د سيمې لپاره د خطرناکو پروژو په اړه خبرداری ورکړ او اعلان يې کړ چې د واشنګټن او تل ابيب هدف د سوريې تجزيه ده. 
(last modified 2025-07-21T09:23:44+00:00 )
Jul 21, 2025 13:51 Asia/Kabul
  • حزب الله: د امريکا او اسرائيلو هدف د سوريې تجزيه ده 

پارس ټوډی - د لبنان په پارلمان کې د مقاومت وفادارۍ فراکسيون لوړپوړي استازي د امريکا او صهيونيستي رژیم د سيمې لپاره د خطرناکو پروژو په اړه خبرداری ورکړ او اعلان يې کړ چې د واشنګټن او تل ابيب هدف د سوريې تجزيه ده. 

حسين الحاج حسن د لويديځې اسيا د وروستيو تحولاتو په اړه وويل چې د امريکايي-صهيونيستي پروژې خطر د سيمې د جغرافيې، سياست، کلتور، اقتصاد او امنيت پر سيطره دی. 

نوموړي د سوريې په اړه وويل: هغه څه چې په سوريه کې پېښيږي او هغه نقشه چې د اردن او مصر پر وړاندې جوړه شوې، سره له دې چې دا دواړه هېوادونه له صهيونيستانو سره د سولې تړون لاسليک کړی، د سيمې د سيطرې لپاره د صهيونيستي پروژې ماهيت څرګندوي.

حسين الحاج حسن زياته کړه: هغه کسان چې فکر کوي د امريکايي-صهيونيستي پروژې ته غاړه اېښودل به ورته امنيت راوړي، په وهم کې دي.