فلسطین کې لس تنه د لوږې له امله مړه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i162710-فلسطین_کې_لس_تنه_د_لوږې_له_امله_مړه_شوي
پارس ټوډی - د غزې روغتيا وزارت اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ نور کسان په غزه تړانګه کې د لوږې او ناسمې تغذيې له امله مړه شوي دي. 
(last modified 2025-07-24T07:23:54+00:00 )
Jul 24, 2025 11:52 Asia/Kabul
  • فلسطین کې لس تنه د لوږې له امله مړه شوي

پارس ټوډی - د غزې روغتيا وزارت اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ نور کسان په غزه تړانګه کې د لوږې او ناسمې تغذيې له امله مړه شوي دي. 

د فلسطين روغتيا وزارت د پنجشنبې په ورځ زياته کړه، چې د دې ۱۰ کسانو په شمول، د قحطۍ قربانيانو شمېر ۱۱۱ ته رسېدلی دی؛ چې د يو شمېر  کارپوهانو په وينا، په راتلونکو ورځو کې کيدای شي دا شمېر زيات شي. 

د فلسطين د حکومت رسنيز دفتر په غزه کې پخوا په يوه اعلاميه کې له نړيوالې ټولنې، ټولو هېوادونو، نړيوالو او بشري حقونو سازمانونو او سياسي ادارو غوښتي وو، چې په مستقيم او رښتيني څار سره د خوراکي توکو او درملو د لېږد لپاره خوندي او دايمي لارې پرانيزي او د اشغالګر رژیم د هر ډول خنډونو مخه ونيسي.