په «نتانیاهو» د صهیونیسټانو اعتماد سخت کم شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i163120-په_نتانیاهو_د_صهیونیسټانو_اعتماد_سخت_کم_شوی_دی
پارس ټوډی – په نیواکي ټاټوبي کښې د یوې نظرپوښتنې پایلې، د صهیونیسټي رژيم په وزیراعظم باندې د صهیونیسټانو د باور د سخت کمیدو بیانونکې دي.
(last modified 2025-08-04T03:00:53+00:00 )
Aug 04, 2025 07:26 Asia/Kabul
  • په «نتانیاهو» د صهیونیسټانو اعتماد سخت کم شوی دی

پارس ټوډی – په نیواکي ټاټوبي کښې د یوې نظرپوښتنې پایلې، د صهیونیسټي رژيم په وزیراعظم باندې د صهیونیسټانو د باور د سخت کمیدو بیانونکې دي.

د صهیونیسټي رژيم د کورني امنیت د څیړنځي له خوا د شوې نظرپوښتنې نتایج وايي چې د دغه هرژيم په وزیراعظم بنیامین نتانیاهو او د هغه په کابینې باندې د صهیونیسټانو باور او اعتماد سخت کم شوی دی.

د دغه رپورټ مطابق، یوازې ۳۰ فیصده صهیونیسټان په نتانیاهو او ۲۳ فیصده د هغه په کابینې باندې باور لري.

دغه څیړنځي ومنله چې په پوځ او لویې درستیزولۍ باندې د صهیونیسټانو د اعتماد اندازه هم زښته کمه شوې، داشان چې یوازې ۲۵ فیصده صهیونیسټان باوري دي چې په غزې باندې حملې به د حماس د له مینځه تلو سبب شي.