‏ اسراییلیانو د غزې د نیولو پرېکړه غندلې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i163332
زرګونه اسراییليانو د غزې ښار د نیولو او هلته د جګړې د پراخولو په تړاو د صهیونیسټي رژیم د امنیتي کابینې د پلان پر ضد لاریون وکړ.
(last modified 2025-08-11T01:06:57+00:00 )
Aug 11, 2025 05:11 Asia/Kabul
  • ‏ اسراییلیانو د غزې د نیولو پرېکړه غندلې

زرګونه اسراییليانو د غزې ښار د نیولو او هلته د جګړې د پراخولو په تړاو د صهیونیسټي رژیم د امنیتي کابینې د پلان پر ضد لاریون وکړ.

لاریونوالو دا پرېکړه په کلکه غندلې ده.
راپورونه وایې چې لاریونوالو هڅه کړې له تل ابیب سره نښلېدونکې لارې د ترافیکو پر مخ وتړي خو پولیسو یې مخه نیولې.
لاریونونه د هغې ټولنې له لوري تنظیم شوي چې غړي یې په غزه کې د اسیر شویو اسراییلیانو خپلوان دي.
دوی د غزې د نیولو پر ځای د اسیرانو پر تبادلې ټېنګار کړی دی.
لاریونوالو اندېښنه ښودلې چې د غزې د جګړې پراخول به د اسیر شویو  اسراییلیانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
دا لاریونونه داسې مهال پيلېږي، چې د تېرې جمعې په ورځ د اسراییلو امنیتي کابینې د غزې ښار د نیولو طرحه تصویب کړه.
د اسراییلیانو د لاریونونو ترڅنګ بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو هم د صهیونیسټي رژیم  دا پرېکړه غندلې او له تل ابیب نه یې غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.