د غزې د شهيدانو څو سلنه پوځیان دي؟
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i163738-د_غزې_د_شهيدانو_څو_سلنه_پوځیان_دي
پارس ټوډې- ګارډين ورځپاڼې له دوو صهيونيسټي خپرونو سره په ګډه يو راپور خپور کړی چې دا راپور د اسرائيلي پوځ د محرمو معلوماتو پر اساس چمتو شوی دی.
(last modified 2025-08-25T08:02:30+00:00 )
Aug 25, 2025 12:31 Asia/Kabul
  • د غزې د شهيدانو څو سلنه پوځیان دي؟

پارس ټوډې- ګارډين ورځپاڼې له دوو صهيونيسټي خپرونو سره په ګډه يو راپور خپور کړی چې دا راپور د اسرائيلي پوځ د محرمو معلوماتو پر اساس چمتو شوی دی.

ګارډين ورځپاڼې په دې وروستيو کې په يوه راپور کې ليکلي چې د اسرائيلي پوځ د استخباراتو ادارې (آمان) محرمو اسنادو ته لاسرسی موندلی دی. دا اسناد ښيي چې په غزه کې له هرو شپږو شهيدانو له ډلې پنځه تنه یې ملکیان دي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ګارډين، +۹۷۲ خپرونې او عبري ژبې Local Call رسنۍ ګډې څېړنې ښيي چې تر ۲۰۲۵ کال د مې مياشتې تر پايه په غزه کې له ۵۳ زرو زيات فلسطينيان شهيدان شوي چې له دې شمېر څخه، د اسرائيلو پوځ يوازې ۸۹۰۰ کسان د حماس ځواکونو په توګه پېژندلي دي.

د ګارډين په وينا، دا شمېره ښيي چې په غزه کې ۸۳ سلنه قربانيان ملکیان وو.

د دې راپور له مخې، دا کچه د نورو جګړو په پرتله خورا لوړه ده؛ د بېلګې په توګه، په سوريه جګړه کې د ملکیان ونډه ۲۹ سلنه او په اوکراين کې ۱۰ سلنه راپور شوې ده.