اسرائیل پر قطر باندې د بیا برید په اړه خبرداری ورکړ
-
ډانی ډانون د اسرائیل رژیم استازی
په امنیت شورا کې د اسرائیل استازی ډاني ډانون ادعا کړې: په دوحې کې د حماس مشران زموږ د برید یوازینی هدف وو، ترهګرو او د هغوی ملاتړو لپاره هیڅ خوندیتوب نشته.
هغه د حماس د مشرانو د شتون په اړه ادعا کړې چې ترهګر نه په تونلونو او نه په هوټلونو کې خوندي دي. ډانون ویلي: دا برید دا پیغام لري چې په غزه، تهران او دوحه کې د ترهګرو لپاره هیڅ خوندي ځای نشته.
د صهیونیستي رژیم استازی خبرداری ورکړی چې قطر باید اوس انتخاب وکړي: یا حماس غندي او له خپلې خاورې یې وباسي، یا به اسرائیل دا کار په زوره ترسره کړي.
د کارپوهانو په وینا، پر دوحې باندې د اسرائیل دا بې ساری برید به د فارس خلیج هیوادونو لپاره دا پوښتنه راپورته کړي چې د دفاعي شریک او د امنیت د تضمین کوونکي په توګه د امریکا پر اعتبار څومره تکیه کیدای شي.