د سعودي عربستان لوی مفتي وفات شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i164978-د_سعودي_عربستان_لوی_مفتي_وفات_شو
د سعودي عربستان شاهي دربار نن (سې شنبه) د دغه هېواد د لوی مفتي د وفات خبر ورکړ.
(last modified 2025-09-23T09:56:09+00:00 )
Sep 23, 2025 14:23 Asia/Kabul
  • عبدالعزیز بن عبدالله بن محمد آل شیخ  د سعودی لوی مفتی
    عبدالعزیز بن عبدالله بن محمد آل شیخ د سعودی لوی مفتی

د سعودي عربستان شاهي دربار نن (سې شنبه) د دغه هېواد د لوی مفتي د وفات خبر ورکړ.

د سعودي عربستان شاهي دربار د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ: شیخ «عبدالعزیز بن عبدالله بن محمد آل‌شیخ»، د سعودي لوی مفتي او د لوړ پوړو علماوو د شورا رئیس، له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د دې اعلان له مخې، «نن ورځ د ماسپښین له لمانځه وروسته به د هغه د جنازې لمونځ د ریاض ښار په امام ترکي بن عبدالله جامع جومات کې تر سره شي».

همدارنګه، د سعودي عربستان پاچا امر کړی چې د هغه په درناوي د غائب جنازې لمونځ نن د ماسپښین له لمانځه وروسته په مکه مکرمه کې په مسجد الحرام، په مدینه منوره کې په مسجد النبوي او د هېواد په ټولو جوماتونو کې تر سره شي.

د راپور له مخې، شیخ عبدالعزیز آل‌شیخ کلونه کلونه د سعودي عربستان د لوی مفتي او د لوړ پوړو علماوو د شورا د رئیس په توګه دنده ترسره کړې او په دې هېواد کې یې د دیني مشرتابه او اسلامي فتواوو په برخه کې مهم رول لوبولی دی.