یمن د امریکا د تیلو شرکتونو ته د برید ګواښ وکړ
-
انصارالله غورځنګ
د صنعا ادارې اعلان وکړ چې د «اکسون موبیل» او «شورون» په څېر د امریکا د تیلو لوی شرکتونه به په نښه کړي.
رویټرز راپور ورکړ چې د یمن انصارالله غورځنګ د امریکا سره د اوربند پای اعلان کړ.
د صنعا د بشري چارو د همغږۍ مرکز وویل چې ۱۳ شرکتونه، ۹ کسان او دوه امریکایي کښتۍ یې بایکاټ کړي دي.
د دې مرکز اجرایوي مشر وویل: چي دا د امریکا له خوا په یمن باندې د بندیزونو په غبرګون کې تر سره کیږي.
هغه زیاته کړه چې د امریکا نوي بندیزونه د امریکا او یمن ترمنځ د تاو تریخوالي کمولو او اوربند له هوکړې سره، په ټکر کې ده.
د مې په لومړیو کې، عمان اعلان وکړ چې د انصارالله او امریکا ترمنځ یې په بریالیتوب سره منځګړیتوب کړی او د دواړو خواوو ترمنځ یې اوربند او تاو تریخوالی کم کړی دی.
عربي هېوادونو د عمان د منځګړیتوب هرکلی وکړ، چې له مخې یې انصارالله په سمندر کې د کښتیو په نښه کول ودرول، په داسې حال کې چې امریکا په یمن باندې خپلې نږدې ورځنۍ هوايي بریدونه ودرول.
له هغه وخت راهیسې، د امریکا لخوا د یمن بمباري د یمن پوځ لخوا د امریکایي کښتیو پر وړاندې د بریدونو د نه کولو په بدل کې ودرول شوه.
د یمن پوځ لا هم په اشغال شوي فلسطین کې د اسرائیلي اشغالګرو پر مرکزونو په بې پیلوټه الوتکو او بالیستیک توغندیو بریدونه کوي، چې دا ښيي د دوی عملیات د غزې د ملاتړ لپاره تر هغه دوام لري چې دا دوه کلنه ویجاړوونکې جګړه پای ته ورسیږي.