له فلسطینیانو پرته هوکړه؛ فریب یا خیانت؟
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i165498-له_فلسطینیانو_پرته_هوکړه_فریب_یا_خیانت
پارس‌تودي - یو سیاسي شنونکی په دې باور دی چې د سیمې مشرانو د هغه مقاومت او زړه وړتیا په وړاندې چي د غزې خلګو وښودله، په وېرې، بزدلی او منفعت پالنې سره ځواب ورکړ. 
(last modified 2025-10-05T08:12:19+00:00 )
Oct 05, 2025 12:41 Asia/Kabul
  • له فلسطینیانو پرته هوکړه؛ فریب یا خیانت؟
    له فلسطینیانو پرته هوکړه؛ فریب یا خیانت؟

پارس‌تودي - یو سیاسي شنونکی په دې باور دی چې د سیمې مشرانو د هغه مقاومت او زړه وړتیا په وړاندې چي د غزې خلګو وښودله، په وېرې، بزدلی او منفعت پالنې سره ځواب ورکړ. 

سیاسي شنونکي او د ګارډین پخواني لوړپوړي لیکوال ډیویډ هرست David Hearst د میدل‌ایست‌آی رسنۍ لپاره په یوه مقاله کې لیکي: عرب او مسلمان مشران کولای شي ادعا وکړي چې د ټرمپ له طرحې څخه د ملاتړ په ښودلو کې تېروتلې دي، ځکه چې په واشنګټن کې اعلان شوې طرحه په بنسټیزه توګه د هغه څه سره توپیر لري چې دوی مخکې په نیویارک کې ورسره موافقه کړې وه. خو دا تر ټولو په خوشبینانه حالت کې دی. بل تعبیر یې خیانت دی. د پارس‌تودي د راپور له مخې، هرست زیاتوي: په داسې تاریخي وخت کې چې د نړۍ عامه افکار په ښکاره ډول د اسرائیلو په خلاف دي او ډېر شمېر هېوادونو د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلی، اته عرب او مسلمان مشرانو داسې یوې طرحې سره موافقه وکړه چې ضمانت کوي د اسرائیلو د غچ له کنډوالو څخه هیڅ خپلواک دولت به سر راپورته نه کړي. 

هیڅ واک په نظر کې نه دی نیول شوی   

هیڅ تضمین نشته چې د فلسطینیانو قومي پاکونه او نسل‌وژنه به ودرول شي، ځکه د دې توافق له مخې، د اسرائیلو ځواکونه به د غزې تړانګه پرېنږدي، او دا نتانیاهو دی چې پریکړه کوي په کوم سرعت او کومه کچه غزه د «نړیوال ثبات ځواک»(ISF)  ته وسپاري. همدارنګه، هغه ټاکي چې غزې ته به څومره مرستې او د بیارغونې مواد ولېږل شي. د اسرائیلي رژیم د ځواکونو د وتلو لپاره هیڅ مهالویش په نظر کې نه دی نیول شوی. د دې طرحې له مخې، د غزې په بیارغونه کې د فلسطیني مشرتابه لپاره هیڅ رول نه دی په پام کې نیول شوی. غزه په رسمي او پرېکنده توګه د اردن د سیند له لوېدیځې غاړې څخه جلا شوې او د دې دواړو فلسطیني ټاټوبو د یوځای کیدو هر ډول فکر په بشپړه توګه شاته غورځول شوی دی. 

ډیویډ هرست زیاتوي: د ترکیې، قطر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، اردن، مصر، اندونیزیا او پاکستان یعني د دغو اتو هیوادونو هیڅ یو مشر او خارجه وزیر، له دې طرحې سره تر هوکړې مخکې فلسطینیانو سره مشوره نه ده کړې. لکه څنګه چي فلسطینیان په ټاکل شوې دولتي جوړښت کې چي پرې تپل کیږي هیڅ واک او صلاحیت نه لري.

د نتانیاهو ټولې غوښتنې

دا حیرانونکې نه ده چې د نتانیاهو په خوله موسکا وه. او دا هم د حیرانتیا خبره نه ده چې هغه د اسرائیلو د تلویزیون لیدونکو ته وویل: «چا فکر یې کاوه چي داسي یو کار ممکن شي؟ تل ویل کېدل چې باید د حماس شرایط ومنل شي، ټوله اسرائیلي فوځیان باید وباسل شي. زموږ ځواکونه باید شاته ولاړ شي ترڅو حماس بیا راژوندی شي او د غزې تړانګه بیا ودانه کړي. دا ناممکنه ده. دا به هیڅکله ونه شي.» 

بیا یې د فلسطیني دولت د جوړولو د موافقې په اړه ځواب ورکړ: « نه په هیڅ صورت کې. دا په هوکړه کې نه ده لیکل شوې، خو موږ یو ټکی روښانه کړ: موږ په کلکه د فلسطیني دولت د جوړولو مخالف یو. ولسمشر ټرمپ هم دا خبره وکړه. هغه وویل چې په دې باندې پوهیږي.» په دې اړه هغه سم دی. د هوکړې د شلو مادو وروستۍ ماده یوازې وايي: «امریکا به د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ خبرې اترې رامنځته کړي ترڅو د سوله‌ییز او سوکاله ګډې استوګنې او ژوند لپاره د سیاسي راتلونکې په اړه موافقې ته ورسیږي.» 

د فلسطین یوازیتوب

که حماس بندیان وسپاري، هیڅ تضمین نشته چې جګړه به پای ته ورسیږي، او د فلسطیني بندیانو د آزادۍ لپاره به هیڅ اړم پاتې نشي. که چیري ورسره مخالفت وکړي، جګړه به د ټرمپ په بشپړ ملاتړ سره دوام وکړي. د سعودي عربستان، اماراتو، اردن او مصر د تسلیمیدو څخه باید حیران نشو. ترکیه او قطر هم په دې موضوع کې شریکان دي. دواړو د داسې یو اړخیز او ظالمانه هوکړې په تاییدولو سره فلسطینیانو ته شا کړې ده. اوس له دوو کلونو نسل‌وژنې وروسته، اسرائیلو ته بشپړ جواز ورکړل شوی چې په غزه کې پاتې شي، که په مستقیمه توګه وي او یا هم د انګلیس د پخواني لومړي وزیر ټوني بلېر، ، په څېر منځګړو له لارې. 

حتی که اسرائیل رژیم خپل ځواکونه په بشپړه توګه شاته کړي، بیا به هم د غزې پولې وتړي او د مرستو او بیارغونې موادو مقدار او کیفیت به کنټرول کړي. په الاقصی جومات د برید جواز لري. د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د صهیونیستي ښارګیو د جوړولو جواز لري. دا د اسلو د هوکړو هماغه فورمول دی، خو دا ځل په خورا پراخه او خطرناکه کچه. فلسطینیانو ته به یوازې هغه مهال اجازه ورکړل شي چې د اسرائیلو تر څنګ په سوله کې ژوند وکړي کله چې دوی ځان د هغوی غوښتنو ته تسلیم وښيي، په هغو سیمو کې پناه واخلي چې صهیونیستي ښارګی میشتو لا تر اوسه نه دي نیولي، او د خپلواکۍ هر ډول خوب پرېږدي. په تاریخ کې فلسطینیان هیڅکله دومره یوازې نه وو. عرب او مسلمان مشرانو د غزې د خلکو د زړه وړتیا او مقاومت په وړاندې، چې د شپې او ورځې په ټلویزیونونو کې نندارې ته وړاندې کېده، په ویرې، بزدلۍ او شخصي ګټو سره ځواب ورکړ.