حماس له تل ابیب سره مستقیمې خبرې رد کړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i165688-حماس_له_تل_ابیب_سره_مستقیمې_خبرې_رد_کړې
د فلسطین د حماس غورځنګ له اسرائیلي استازو سره هر ډول مستقیمې خبرې رد کړې او ټینګار یې کړی چې خبرې اترې یوازې د منځګړو له لارې ترسره کیږي. 
(last modified 2025-10-10T01:56:25+00:00 )
Oct 10, 2025 06:22 Asia/Kabul
  • حماس له تل ابیب سره مستقیمې خبرې رد کړې

د فلسطین د حماس غورځنګ له اسرائیلي استازو سره هر ډول مستقیمې خبرې رد کړې او ټینګار یې کړی چې خبرې اترې یوازې د منځګړو له لارې ترسره کیږي. 

د تسنیم خبري اژانس د را پور له مخې؛ د حماس غورځنګ له اسرائیلي استازو سره هر ډول مستقیمې خبرې رد کړې او ټینګار یې کړی چې خبرې اترې یوازې د منځګړو له لارې ترسره کیږي. 

د حماس د قوماندې یوې سرچینې الجزیرې شبکې ته ویلي: «موږ په قاطع ډول د غزې د اوربند په خبرو اترو کې له صهیونیستي رژیم د استازو سره مستقیمې لیدنې او خبرې رد کوو.» 

دې سرچینې د فلسطیني بندیانو د لیست د وروستیو خبرونو په اړه وویل چې د هغو فلسطیني بندیانو په اړه خبرې، چې د صهیونیستي رژیم له زندانونو څخه باید خوشې شي، لا هم روانې دي. 

هغه زیاته کړه: «حماس نن سهار د غزې په تړانګه کې د اوربند د پلي کولو د مهالوېش په اړه خپل وروستی ځواب منځګړو ته اعلان کړی دی.»