غزې ته د بشري مرستو د لیږد لړۍ پیل شوه 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i165854-غزې_ته_د_بشري_مرستو_د_لیږد_لړۍ_پیل_شوه
پارس ټوډی - د رسنیو راپورونه ښيي چې سلګونه بار وړنکي موټرې چې بشري مرستې لېږدوي، د کرم ابوسالم او العوجه گذرګاوو ته تللي، ترڅو غزې تړانګې ته ننوځي او ځینې کمېونونه لا دمخه د غزې ښار ته رسېدلي دي. 
(last modified 2025-10-13T03:07:20+00:00 )
Oct 13, 2025 07:34 Asia/Kabul
  • غزې ته د بشري مرستو د لیږد لړۍ پیل شوه 

پارس ټوډی - د رسنیو راپورونه ښيي چې سلګونه بار وړنکي موټرې چې بشري مرستې لېږدوي، د کرم ابوسالم او العوجه گذرګاوو ته تللي، ترڅو غزې تړانګې ته ننوځي او ځینې کمېونونه لا دمخه د غزې ښار ته رسېدلي دي. 

د یکشنبې په ورځ ۴۰۰ کمېونونه چې بشري مرستې یې لېږدولې، د کرم ابوسالم او العوجه گذرګاوو ته روان شول ترڅو د تفتیش وروسته غزې تړانګې ته ننوځي. 

تر اوسه ۹۰ کمېونونه د مصر له لوري د رفح له گذرګاه څخه کرم ابوسالم او العوجه ته ننوتلي دي. 

دا لومړی ځل دی چې له تېر مارچ راهیسې بشري مرستې د العوجه گذرګاه ته ننوځي.

 د الجزیرې شبکې خبریال راپور ورکړی چې ځینې کمېونونه د غزې ښار ته رسېدلي دي. 

ويل کېږي چې د رفح گذرګاه به د سې‌شنبې په ورځ د ناروغانو او ټپیانو د وتلو لپاره پرانیستل شي.

د حماس او صهیونیستي رژیم ترمنځ د شوي توافق له مخې، هره ورځ به ۶۰۰ کمېونونه چې بشري مرستې لېږدوي، د غزې تړانګې ته ننوځي.