حماس: منځګړي دې د اشغالګرانو چلند وڅاري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i165894-حماس_منځګړي_دې_د_اشغالګرانو_چلند_وڅاري
پارس ټوډی- د حماس جنبش ویاند د غزې تړانګې پر ضد د جګړې درولو په اړه د امریکا د ولسمشر د وینا هرکلی وکړ او  له منځګړو خواوو یې غوښتنه وکړه چې د اشغالګر رژیم چلند وڅاري.
(last modified 2025-10-14T01:24:40+00:00 )
Oct 14, 2025 05:53 Asia/Kabul
  •  حماس: منځګړي دې د اشغالګرانو چلند وڅاري

پارس ټوډی- د حماس جنبش ویاند د غزې تړانګې پر ضد د جګړې درولو په اړه د امریکا د ولسمشر د وینا هرکلی وکړ او  له منځګړو خواوو یې غوښتنه وکړه چې د اشغالګر رژیم چلند وڅاري.

د ایسنا خبري آژانس د راپور له مخې، د حماس جنبش ویاند «حازم قاسم» په یو بیان کې له منځګړو غوښتنه وکړه چې د اشغالګر رژیم چلند وڅآري او د غزې تړانګې بریدونو د بیا پیلیدو تضمین ورکړي.

د حماس ویاند د دې بیان په دوام کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وینا هر کلی کړی، چې په روښانه توګه یې د غزې تړانګې پر ضد د جګړې د پای ته رسیدو تائیدي وکړه.