حماس: ټول ژوندي صهيونيستي اسيران سپارل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i166000-حماس_ټول_ژوندي_صهيونيستي_اسيران_سپارل_شوي_دي
پارس ټوډی – د فلسطين د اسلامي مقاومت د غورځنګ حماس پوځي څانګې، «د شهيد عزالدين القسام ډلې»، اعلان وکړ چې ټول ژوندي صهيونيستي اسيران او هغه جسدونه چې ترې لاسرسی ممکن و، د اسيرانو د تبادلې په چوکاټ کې وسپارل شول.
(last modified 2025-10-16T08:02:06+00:00 )
Oct 16, 2025 12:30 Asia/Kabul
  • حماس: ټول ژوندي صهيونيستي اسيران سپارل شوي دي

پارس ټوډی – د فلسطين د اسلامي مقاومت د غورځنګ حماس پوځي څانګې، «د شهيد عزالدين القسام ډلې»، اعلان وکړ چې ټول ژوندي صهيونيستي اسيران او هغه جسدونه چې ترې لاسرسی ممکن و، د اسيرانو د تبادلې په چوکاټ کې وسپارل شول.

په اعلاميه کې زياته شوې: د پاتې جسدونو د موندلو لپاره ځانګړو وسايلو او پراخو هڅو ته اړتيا ده او د لټون عمليات دوام لري.

القسام ډلې ټينګار وکړ چې د فلسطين مقاومت د اسيرانو د تبادلې تړون له ټولو تعهداتو سره وفادار پاتې شوی دی.