په غزه، لبنان او ایران کې د صهیونیسټي رژیم ستراتیژیکه ناکامي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i166618-په_غزه_لبنان_او_ایران_کې_د_صهیونیسټي_رژیم_ستراتیژیکه_ناکامي
پارس ټوډې - یوې امریکايي مجلې په یوه تحلیلي راپور کې، د لوېدیځې آسیا په سیمه کې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو په ترلاسه کولو کې د صهیونیسټي رژیم ناکامۍ په ګوته کړي دي.
(last modified 2025-11-01T04:11:23+00:00 )
Nov 01, 2025 08:39 Asia/Kabul
  • په غزه، لبنان او ایران کې د صهیونیسټي رژیم ستراتیژیکه ناکامي

پارس ټوډې - یوې امریکايي مجلې په یوه تحلیلي راپور کې، د لوېدیځې آسیا په سیمه کې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو په ترلاسه کولو کې د صهیونیسټي رژیم ناکامۍ په ګوته کړي دي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د فارن افرز امریکايي مجله، د غزې جګړې وروسته بدلونونو ته په کتنې سره ټینګار کوي چې اسرائیلي رژیم سره له دې چې پوځي برتري لري، نشي کولای خپل مطلوب سیمه ییز نظم جوړ او د عربي هېوادونو باور ترلاسه کړي.

 

په غزه او لبنان کې ناکامي

فارن افرز لیکلي: اسرائیلي رژیم د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د حماس له بریدونو وروسته، د مقاومت د محور پر وړاندې یو لړ پوځي عملیات پیل کړل او پر غزې د پراخو بریدونو، په لبنان او سوریه کې د مقاومت د قوماندانانو ترور، او حتی د ایران د پوځي تاسیساتو بمبارۍ سره سره، د دوی هېڅ یو ستراتیژیک هدف نه دی ترلاسه شوی او د حماس مقاومت غورځنګ لا هم په غزه کې فعال دی، حزب الله د خپلې وسلې له پرې ښودلو ډډه کړې او ایران هم د مقاومت د محور یووالی ساتلی دی.

 

په سیمه ییز نظم کې بدلون

دا امریکايي مجله د سیمې د جیوپولیټیکي بدلونونو ته په اشاره سره لیکي چې د فارس خلیج عربي هېوادونه، اسرائیلي رژیم د خپلو ګټو ضامن نه ګڼي او له ایران سره د مقابلې پر ځای ، له تهران سره د روغې جوړې لور ته مخه کړې ده، په قطر کې د حماس د خبرو په جریان کې پر یوې ودانۍ د اسرائیلو برید، د تل ابیب د سیمه ییزې کمزورۍ یو مهم ټکی وو؛ تر دې چې حتی د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ، د اسرائیلو له کړنو ناخوښي ښودلې ده.

 

د اسرائیلو د ولکه پال رول کمزورې کېدل

فارن افرز لیکلي: صهیونیسټي رژیم چې ځان یې د سیمې ولکه پال ګاڼه، اوس یې د نفوذ او مشروعیت کموالی ډېر څرګند شوی او د غزې ویجاړي او د میلیونونو فلسطینیانو د اخراج ګواښ، نه یوازې د دې رژیم نړیوال مقام کمزوری کړی، بلکې دا یې د عربي رژیمونو لپاره ګواښ ګرځولی دی.

دا امریکايي مجله په دوام کې خبرداری ورکوي چې د امریکا له بې قید او شرط ملاتړ پرته، د اسرائیلو پوځي برتري به هم ژر راوپرېوځي.

 

وړاندیز شوې لاره: سوله او فلسطیني دولت

فارن افرز، د خپل راپور په پای کې ټینګار کوي چې د سیمې د دوامداره نظم د ترلاسه کولو یوازینۍ لاره، د خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو په لور جدي ګامونه اخیستل او (اسرائیلو) د پوځي بلاغواړو پای ته رسول دي او د صهیونیسټي رژیم جنایتکارانه کړنې نه یوازې ناکامې شوې، بلکې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د هغه انزوا یې لا زیاته کړې ده.