له اسرائیلو سره مستقیمې خبرې په ایجنډا کې نشته 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i166866-له_اسرائیلو_سره_مستقیمې_خبرې_په_ایجنډا_کې_نشته
پارس ټوډې - نبیه بری وویل: لبنان د اوربند تړون او همدارنګه د «مېکانيزم» په نوم د کمېټې جوړښت ته په بشپړه توګه پابنده دی او که اړتیا وي نو به په دې برخه کې له غیر پوځي کارپيژاندو څخه استفاده کوي.
(last modified 2025-11-07T00:17:07+00:00 )
Nov 07, 2025 04:44 Asia/Kabul
  •   له اسرائیلو سره مستقیمې خبرې په ایجنډا کې نشته 

پارس ټوډې - نبیه بری وویل: لبنان د اوربند تړون او همدارنګه د «مېکانيزم» په نوم د کمېټې جوړښت ته په بشپړه توګه پابنده دی او که اړتیا وي نو به په دې برخه کې له غیر پوځي کارپيژاندو څخه استفاده کوي.

  د لبنان  د پارلمان مشرنبیه بری پرون په یولړ څرګندونو کې له  صهیونیسټي رژیم سره  د مستقیمو خبرو په ردولو سره یوځل بیا ټینګار وکړ چې په لبنان کې د جګړې د رامینځته کېدو په اړه د رامنځته شوې کړکېچنه فضا د امریکا د استازي «ټم باراک» د څرګندونو له امله ده.

نبیه بری وویل: لبنان د اوربند تړون او همدارنګه د «مېکانيزم» په نوم د کمېټې جوړښت ته په بشپړه توګه پابنده دی او که اړتیا وي نو به په دې برخه کې له غیر پوځي کارپيژاندو څخه استفاده کوي.

دلبنان  د پارلمان مشر له اسرائیلي رژیم سره د مستقیمو خبرو په نشتوالي باندې ټینګار وکړ او په  المصیلح ښار کې ئې  د  کنفرانس د بیا جوړولوهرکلی وکړ. د صهیونیسټي رژیم د ۱۲ ټيلیویژني چینل پرون  راپور ورکړی چې ښائي په نږدې راتلونکي کې له دغه رژیم پوځ څخه غوښتنه وشي چې له حزب ا....سره د جګړې  نوې مرحله پیل کړي او پوځ ئې د دې کار لپاره چمتو دی. دغه رسنۍ د صهیونیستي مشرانو لوړ پوړو چارواکو په حواله زیاتوي: اسرائیلي پوځ خپل ځان د هغه عمل لپاره چمتو کوي چې حزب ا...  کمزوری کړي او د لبنان حکومت مجبوره کړي چې له تل ابیب سره تړون لاسلیک کړي. د دې راپور له مخې  د صهیونیستي رژیم سیاسي او امنیتي کابینه د لبنان د حزب ا... د پوځي قوت د بیا پیاوړي کولو په اړه یوه مهمه  یوه غونډه ترسره کوي.