صهیونیسټانو له غزې څخه د لرغونو اثارو غلا پیل کړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i167262-صهیونیسټانو_له_غزې_څخه_د_لرغونو_اثارو_غلا_پیل_کړې
پارس ټوډی -  صهیونیستي اشغالګرو یوازې د غزې ښار د پاشا ماڼۍ موزیم څخه له ۱۷ زره څخه زیات لرغوني اثار غلا کړل. 
(last modified 2025-11-16T22:28:54+00:00 )
Nov 17, 2025 02:56 Asia/Kabul
  • صهیونیسټانو له غزې څخه د لرغونو اثارو غلا پیل کړې

پارس ټوډی -  صهیونیستي اشغالګرو یوازې د غزې ښار د پاشا ماڼۍ موزیم څخه له ۱۷ زره څخه زیات لرغوني اثار غلا کړل. 

د غزې تړانګه کې د پاشا لرغونې ماڼۍ د ترمیم ناظر «حموده الدهدار» وویل: صهیونیستي اشغالګرو د غزې ښار د پاشا ماڼۍ موزیم څخه شاوخوا ۱۷ زره لرغوني اثار غلا کړل. 

الدهدار زیاته کړه، صهیونیستانو په قصدي توګه دا لرغونې ودانۍ د جګړې په جریان کې ویجاړه کړې او د ماڼۍ له ګودام څخه یې د تاریخي آثارو لویه برخه غلا کړې ده. 

د غزې په تړانګه کې د پاشا لرغونې ماڼۍ د ترمیم ناظر ټینګار وکړ چې یوازې ۲۰ لرغوني اثار د دې کنډوالو په منځ کې موندل شوي دي.

الدهدار ټینګار وکړ، دا موزیم له ۱۷ زره څخه زیات لرغوني اثار درلودل او اسرائیلي اشغالګر د دې آثارو د ورکېدو اصلي مسؤلین دي، چې د مملوکي، عثماني، بیزانسي، رومي او تاریخ مخکې دورو پورې اړه لري. 

د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) کې د فلسطیني هیئت غړې «سارا ابوندا» وویل، اسرائیل د غزې هر هغه څه چې ورته لاسرسی موندلی، له تعلیم څخه نیولې تر فرهنګي میراث پورې، د فلسطینیانو پر ضد د دوه کلنې نسل وژنې په جریان کې ویجاړ کړي دي.