پر لویدیځه غاړه د صهیونيسټي پوخیانو بریدونه دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i167458-پر_لویدیځه_غاړه_د_صهیونيسټي_پوخیانو_بریدونه_دوام_لري
پارس ټوډی –  صهیونيسټي پوځیانو یو ځل بیا د لودیځې غاړې په بېلا بېلو سیمو یرغلونه کړي او ګڼ فلسطینیان یې ژوندي نیولي.
(last modified 2025-11-20T10:16:16+00:00 )
Nov 20, 2025 14:43 Asia/Kabul
  • پر لویدیځه غاړه د صهیونيسټي پوخیانو بریدونه دوام لري

پارس ټوډی –  صهیونيسټي پوځیانو یو ځل بیا د لودیځې غاړې په بېلا بېلو سیمو یرغلونه کړي او ګڼ فلسطینیان یې ژوندي نیولي.

د را پورونو له مخې؛ د الخلیل شمال په بیت امر کلي کې ۴۰ فلسطینیان نیول شوي، دغه راز په حزما، رأس کرکر، البیره، طولکرم، قلقیلیه، نابلس، حلحول، قفین، قباطیه او نورو کلیو کې هم پراخ بریدونه شوي، ژوندی مرمۍ، اوښکې‌بهوونکي ګاز او صوتي بمونه کارول شوي او یو موټر یې هم سوځولي دی. 

په جنین کې هم صهیونیسټي ځواکونو د کورونو تلاشۍ کړي دي.

په ورته وخت کې  د مقاومت مبارزینو په نابلس کې د اشغالګرو ځواکونه په نخښه کړي دي.