صهیونیسټي رژيم د لبنان په جنوب او ختیځ باندې بریدونه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i169406-صهیونیسټي_رژيم_د_لبنان_په_جنوب_او_ختیځ_باندې_بریدونه_کړي
پارس ټوډی – خبري سرچینو رپورټ ورکړی چې صهیونیسټي رژیم د اوربند د خلاف ورزۍ په دوام کښې د لبنان د سویل او ختیځ په ځینو سیمو باندې ۲۵ وارې بمبارۍ وکړې.
(last modified 2026-01-10T04:43:38+00:00 )
Jan 10, 2026 09:12 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژيم د لبنان په جنوب او ختیځ باندې بریدونه کړي

پارس ټوډی – خبري سرچینو رپورټ ورکړی چې صهیونیسټي رژیم د اوربند د خلاف ورزۍ په دوام کښې د لبنان د سویل او ختیځ په ځینو سیمو باندې ۲۵ وارې بمبارۍ وکړې.

صهیونیسټي رژيم اته ځلې د النبي شیث او بریتال په شمول په بقاع سیمې بمبار وکړ. په جنوب کښې د جبل الریحان په غونډیو او د رومین او کفرفیلا د دوو ښارګیو اطراف هم، په تیرو څو ساعتونو کښې د صهیونیسټي رژيم د بمباریو نور اهداف وو.

خبري سرچینو رپورټ ورکړی چې صهیونیسټي رژيم ۲۵ ځلې د لبنان په جنوب او ختیځ کښې په ځینو سیمو کښې ۲۵ ځلې د اوربند په خلاف ورزۍ سره بمبارۍ کړې دي.

دا اقدامات په داسې حالاتو کښې کیږي چې د لبنان په سویل کښې امنیته وضعه لاهم ناپایداره ده او د هوايي حریم بیابیا خلاف ورزیو او تیت پرکو بریدونو، په سیمه کښې د شخړې د زیاتیدو په اړه اندیښنې زیاتې کړې دي.