په غزې کې د ناروغیو د خپراوی په اړه خبرداری
یو فلسطینی طبي چارواکی په غزې کې د بې ځایه شویو په خیمو کې سختې ګڼه ګوڼې ته په اشارې سره، د بېلابېلو ساري ناروغیو د خپراوی په اړه خبرداری ورکړ او وویل: دغزې ۹۰ سلنه اوسیدونکې بې ځایه شوي او اکثره یې په ګڼ میشتو خیمو کې اوسیږي او د سالم ژوند لپاره له تر ټولو لومړنیو امکاناتو څخه محروم دي.\
د غزې د روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د مخنیوی د څانګې مشر «ایمن ابو رحمه» وویل: د روغتیا او درملنې د سیستم د ګډوډۍ او د ژوند د ناسمو شرایطو او چاپیریالي وضعیت د خرابېدو پرمهال، په ځانګړې توګه د ساړه په دوام سره، د تنفسي ناروغیو خپراوی په یوه جدي خطر بدلېږي.
هغه وویل: ۹۰ سلنه د غزې اوسېدونکي اوس بې ځایه شوي دي او ډیری یې په ګڼه ګوڼه خیمو کې ژوند کوي او دا وضعیت مستقیما د تنفسي ناروغیو په خپریدو اغېزه لري، په ځانګړې توګه دا چې روغتیا وزارت اوس مهال د تنفسي ناروغیو د د بې ساري زیاتوالي خبر ورکړی دی چې دې حالت د بیړنیو خدماتو او درملنې مرکزونو کې شدید ګڼه ګوڼه رامنځته کړې، په داسې حال کې چې روغتونونه د تختونو د سخت کمښت، د طبي ټیم د ستړیا او د اړینو سرچینو د نشتوالي له ستونزو سره مخ دي.
ابو رحمه ټینګار وکړ: د سږکال وضعیت د انفلوانزا د فصلي واکسینونو د کمښت له امله، د تیر کلونو په پرتله چې د ژمي له پیل څخه مخکې زیان منونکو ډلو لکه ماشومانو، امیندوارو ښځو، او د مزمنو ناروغانو ته لګول کیدل، جدي دی.
د غزې دغه روغتیایي چارواکي وویل: د اسرائیل رژیم له لورې د عامه لابراتوارونو ویجاړتیا، د روغتیا وزارت یې بې وسه کړی دی له دې څخه چې د ناروغۍ د عوامل د دقیق تشخیص لپاره اړین معایناتونه ترسره کړي.
هغه زیاته کړه: د کرونا ویروس ټولو مشکوکو مواردو آزموینې منفي وې او دا ښيي چې اوسني عفونتونه احتمالاً د ژمي موسم او د تنفسي ویروسونو خپرېدو پورې اړه لري. په هر حال، د لابراتوار د ظرفیت کمښت د قطعي تشخیص مخه نیسي. ابورحمه د غزې په روغتیايي خدماتو کې تپل شوې محدودیتونو ته په اشارې سره، په دې ښار کې د روغتیايي ناورین د لا سختېدو مخکې د واکسین او طبي تجهیزاتو د سمدستي داخلېدو غوښتنه وکړه.