د عراق د الانبار ولایت کې د یوه انتحاري ترهګر نیول
Jan 28, 2026 06:17 Asia/Kabul
خبري سرچینو راپور ورکړی چې د عراق امنیتي ځواکونو په الانبار ولایت کې یو ترهګر، چې چاودېدونکې واسکټ یې اغوستی و، نیولی دی.
د را پورونو له مخې؛ امنیتي ځواکونو وتوانېدل چې د داعش ډلې دغه غړی تر هغه مخکې ونیسي چې په یوه رستورانت کې عملیات ترسره کړي.
ځینې رسنۍ همدارنګه خبر ورکوي چې امنیتي ځواکونه په همدې سیمه کې د بل انتحاري عامل د نیولو هڅه کوي.
ټیګونه