په غزې کې د شهیدانو شمېر ۷۲ زرو څخه واوښتی
په غزې کې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چي د اسرائیل رژیم د بریدونو په پایله کې د شهیدانو شمېر ۷۲ زره او ۲۷ تنو ته رسېدلی دی.
په غزې کې د فلسطين روغتيا وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۲ شهيدانو او ۲۵ ټپيانو جسدونه د غزې روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د غزې د روغتيا وزارت په بيان کې ويل شوي چې لا هم يو شمېر قربانيان د خاورو او کنډوالو لاندې بند پاتې دي او د ژغورنې ټیمونو د امکاناتو د نه شتون د امله، د هغوی انتقال ممکن شوی نه دی.
دغه وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر په ۱۱مه نېټه د اوربند له پيل راهيسې، د شهيدانو شمېر ۵۷۶ تنو ته او د ټپيانو شمېر ۱۵۴۳ کسانو ته رسېدلی دی.
همداشان د ۷۱۷ شهیدانو مړي لاهم تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي.
د وړاندې شویو شمېرنو له مخې د غزې په خلاف د صهیونیستي رژیم د بریدونو د پیلېدو راهیسي د شهیدانو ټوټل شمېر ۷۲ زره او ۲۷ تنه او د ټپیانو شمېر ۱۷۱ زره او ۶۵۱ تنو ته رسېدلي دي.