یوه بله امریکائي جنګي الوتکه هم نسکوره شوه
پارس ټوډې- د عراق العهد خبری چینل د یوې بلې امریکائي جنګی الوتکې د نسکوریدا خبرورکړ.
پارس ټوډې راپور ورکړ د عراق العهد خبری چینل راپور ورکړی دی، د ایران په فضا کې د امریکا یوه بله جنګي الوتکه هم په توغندي لګیدلی او په کویت کې نسکوره شوې ده.
په راپور کې وئيل شوي دي،خبریرسندویو ددغې جنګي الوتکې دنسکوریدا او دغه راز د هغې دډول په باب لازیات جزیات نه دي ذکر کړي.
له دې مخکې هم د ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکونو د توغندوی دفاعي سسټم په وسیله د ایف ۳۵ ډيرې مادرن جنګي الوتکې پشمول د امریکا او صهیونیسټي رژيم څو جنګي الوتکې نسکورې شوي دي. دغه راز پر دغو جنګي الوتکو سربیره د سونګو رسونکي څو سترې الوتکې هم د عراق او کویت په فضا کې له لګیدو وروسته نسکورې او له کاره لویدلي دي.
دا په داسې حال کې دي چې د ایران د تهران پشمول په مختلفو سیمو کې د امریکا او صهیونیسټي رژيم کابو ۱۲۹ مختلفو ډوله ماډرن ډرونز د ایران داسلامی جمهوریت د توغندوي مخه نیونکي دفاعی سسټم په شیشت کې راغلي او نسکور شوي دي،البته ځيني خبرونه ښئ چې یو شمیر ډرونز روغ رمټ کیښنول شوي هم دي.