صهیونیست شناند: ایران به هیڅکله تسلیم نه شي
پارس تودی- یو صهیونیست شناند په خپلو وېناو کې د دې په بیانولو سره چي امریکا او اسرائیل رژیم د ایران وړتیاو ته په کم نظر کتلی وو، ټینګار وکړ چي ایران تر یو میلیون کاله به هم دوی ته تسلیم نه شي.
د پارس تودی له راپور سره سم، د صهیونیستي رژیم د ملی امنیت د مطالعاتو په موسسه کې د ایران او د مقاومت د محور د چارو جګپوری څېړونکی، دنی سیترینوویچ، د امریکا له سي بي اس خبري چېنل سره په مرکه کې وویل: مونږ خپلو خوبونو او ارزوګانو باندې زړه تړلي دي، او که څوک داسي فکر کوي چي هوایي بمبارۍ کولایشي ایران نسکور کړي، دا یو چټي خیال دی او باید پخپلو ارزونو کې بیاکتنه وکړي.
دغه صهیونیست شناند په دوام کې په دې باندې په تینګار سره چي د هوایي بمباریو سربېره، ایران لاهم پیاوړی دی، وویل: که همدا نن جنګ ختم شي، امریکا بریالۍ نه شو بللای ځکه چي د ایران حکومت یو میلیون کال هم وروسته هم دوی ته نه تسلیمیږي.
هغه همداشان په دوام کې د ایران په خلاف د ځمکنیو ځواکونو د کارولو احتمال ته په اشارې سره، ټینګار وکړ چي د ځمکني جګړې په پیلېدو سره، تر دې به هم ناوړو پایلو سره مخ شو.
دغه صهیونیست شناند په پای کې جوته کړه: ایران به هیڅکله له خپلو توغندوي وړتیاو څخه لاس وانخلي او له قید او شرط پرته تسلیم ته تیار نه شي.