صهیونیست شناند خبرداری ورکړ
یمن د باب المندب تنګی د بندولو په درشل کې
د اسرائیل د رژیم د فوځ په استخباراتي څانګه کې د ایران د چارو مخکنی مدیر دنی ستروینوویچ وایي چي په ایران باندې د امریکا د جنګي فشارونو د زیاتېدو په صورت کې به، د یمن انصارالله غورځنګ او د دې هیواد فوځ هم د ایران په ګټه جنګ ته ورداخل شي.
هغه وویل: که امریکا د ایران په خلاف خپل اقدامات زیات کړي، یمنیان هم د باب المندب د تنګی په بندولو او د سعودي عربستان د تیلې محاصرې په عملي کولو سره، به په دې جنګ کې ګډون وکړي.
دنی سترینوویچ وویل: زه هیڅ شک نه لرم چي اخر پای حوثیان به په جنګ کې ګډون وکړي او د باب المندب د تنګی به بندولو سره، به د عربستان د ینبع بندر ته د تیل د بارولو لپاره د سعودي د تیل وړونکو کښتیو د ورتګ مخه ونیسي.
هغه یادونه وکړه چي که جنګ نور هم زور واخلي او یا هم ټرمپ د ایران د انرژیو په تاسیساتو باندې د برید پرېکړه وکړي، ایرانیان به د باب المندب د تنګی په بندولو سره، ممکنه ده نړۍ ته دې نه هم سخته اقتصادي ننګونه رامینځته کړي.
د هغه په وېنا، د ایران د اسلامي جمهوریت نظام، څومره چي ټرامپ ادعا کوي، هوکړې ته لېواله نه دی او امریکا هم داسي شرایط څخه برخمنه نه ده چي ایران تسلمېدو ته مجبوره کړي.