صهیونیستی مسئول:
په لبنان کې له یوې حیرانوونکې جګړې سره مخ یو
پارس تودی – یو صهیونیست فوځي مسئول د لبنان د حزب الله غورځنګ د بې پیلوټو الوتکو د بریدونو په وړاندې د دې رژیم په بې وسئ باندې اعتراف وکړ.
د پارس تودی له راپور سره سم، د صهیونیست رژیم ۱۵ ټلویزیوني چېنل د یوه صهیونیست چارواکي په حواله راپور ورکړ چي یوازې د ۲۴ ساعتونو په موده کې د لبنان په جنوب کې زمونږ په ځواکونو باندې ۱۰ بی پیلوټې الوتکې توغول شوی دی، دا یوه ستر شاک دی.
په دې راپور کې راغلې ده چي هره اوونۍ لسګونه بې پیلوټې الوتکې په لبنان کې د میشتو صهیونیستي فوځیانو په لورې توغول کیږي، د صهیونیست رژیم امنیتي ارګانونه له دغو بې پیلوټو الوتکو سره د مقابلې لپاره د یوې حل لارې پسې ګرځي.
هغه فوځي مسئول زیاته کړه: چاودېدونکې بې پیلوټې الوتکې د جنګ په میدان کې د یوه شاک په توګه عمل کوي، مونږ په کافي اندازه له دغو ګواښونو سره د مقابلې لپاره تیار نه یو.
له دې مخکې، د صهیونیست رژیم ۱۲ ټلویزیوني چېنل د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړ چي حزب الله غورځنګ په نوري فایبرونو سمبال بې پیلوټو الوتکو څخه کار اخلي.
په دې راپور کې راغلی دی چي دا موضوع د صهیونیست رژیم د فوځ د اندېښنې لامل شوې ده.