فرانسې او متحده عربي اماراتو دفاعي تړون لاسلیک کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i173112-فرانسې_او_متحده_عربي_اماراتو_دفاعي_تړون_لاسلیک_کړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی فرانسې ته د متحده عربي اماراتو د دفاع وزیر د سفر په بهیر کښې دواړو هیوادونو یو نوی دفاعي تړون لاسلیک کړ.
(last modified 2026-05-20T01:09:03+00:00 )
May 20, 2026 05:36 Asia/Kabul
  • فرانسې او متحده عربي اماراتو دفاعي تړون لاسلیک کړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی فرانسې ته د متحده عربي اماراتو د دفاع وزیر د سفر په بهیر کښې دواړو هیوادونو یو نوی دفاعي تړون لاسلیک کړ.

په ایکس پاڼه کښې د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت په بیانیې کښې ویل شوي دي دواړو هیوادونو دغه راز د دفاعي ملګرتیا یو تړون لاسلیک کړ چې د فرانسې او د متحده عربي اماراتو ترمینځ د دفاعي او د پوځي ملګرتیاو د پرمخ بیولو لپاره د ګډې ژمنې او د دوه اړخیزه اړیکو د ژورتیا ښودنه کوي.

د فرانسې او د متحده عربي اماراتو دفاعي موافقه په فارس خلیج سیمه کښې د تاوتریخوالو په وخت ترسره شوې ده.

فرانسه او متحده عربي امارات د پوځي ملګرتیا مخینه لري کومه چې په نولس سوه پینځه نویم میلادي کال کښې د یوه ګډ پوځي تړون په لاسلیک کیدا سره پیاوړې شوې ده.

متحده عربي امارات په مینځني ختیځ کښې د فرانسې د پوځیانو تر ټولو ستر کوربه دی او د فرانسې عسکر په الظفره هوايي اډې کښې دیره دي.

ویل کیږي چې فرانسه په اماراتو کښې کابو نهه سوه پوځیان لري او رافائل جنګي الوتکې هم ابوظهبۍ ته نږدې په الظفره هوايي اډې کښې دیره دي.

د پوځي چارو شناندي وايي چې متحده عربي امارات اوس په فارس خلیج سیمه کښې په دوهم اسرائیل بدل شوی دی ځکه چې امارات له اسرائیلو سره ډیرې مالي او وسله والې مرستې کوي او ابوظهبۍ د ایران پرضد د امریکا او د اسرائیلو د جنګ په وخت د تهران پرضد ډیر ورانکار اقدامات او دسیسې ترسره کړي دي.

د ایران پرضد د امریکا او د صهیونیسټ ترهګر رژیم په جنګ کښې په فارس خلیج عربو هیوادونو کښې پوځي اډې د تهران پرضد استعمال شوي دي.