معاریو: نتانیاهو هره ورځ خپل سیاسي پای ته نږدې کېږي
پارس ټوډی - یوې اسرائیلي رسنۍ د دغه رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پر کړنو د نیوکې ترڅنګ ویلي، نوموړی له هرې تېرېدونکې ورځې سره خپل سیاسي پای ته لا نږدې کېږي.
د پارس ټوډی د راپور له مخې، چې له ایرنا خبري اژانس څخه یې نقل کړی، د اشغال شویو سیمو چاپېدونکې ورځپاڼې معاریو په خپل راپور کې لیکلي، هغه دوره چې ټاکل شوې وه د نتانیاهو د «ژغورنې پړاو» وي، له پرلهپسې ناکامیو او ماتو سره مخ شوې ده.
راپور زیاتوي، په اسرائیل کې د نتانیاهو د حکومت او د دغه رژیم د امنیتي او سیاسي چارواکو پر کړنو کورنۍ نیوکې ورځ تر بلې زیاتېږي.
دا راپور وروسته له هغې خپور شوی چې د اسرائیلو د مرکزي احصایې ادارې تازه ارزونه ښيي، د اسرائیلیانو باور د دغه رژیم پر سیاسي، امنیتي او قضایي بنسټونو کم شوی دی. د معاریو د نظرپوښتنې له مخې، ۶۳ سلنه اسرائیلیان د اسرائیلو د راتلونکي په اړه اندېښنه لري.
همدارنګه، د اسرائیلو د ۱۳م ټلوېزیوني چینل د یوې نوې نظرپوښتنې له مخې، د پخواني لومړي وزیر نفتالي بېنېټ سیاسي ملاتړ او محبوبیت د پام وړ زیات شوی، په داسې حال کې چې د نتانیاهو سیاسي نفوذ او ځایګی کمزوری شوی دی.