د عراق سلیمانیه ښار کې ایران ضد ترهګریزې سیمې وېشتل شوي
د راپورونو له مخې، د عراق په شمال کې د سلیمانیه ښار په هغو مرکزونو کې د سختو چاودنو غږونه اورېدل شوي چې د ایران ضد ډلو پکې مرکزونه لري.
د راپورونو پر بنسټ، د عراق په شمال کې له دې سیمې څخه د پرلهپسې چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
خپرو شویو انځورونو ښودلې چې د امریکا او صهیونیستي رژیم له لوري د اجیر شوو، د ایران ضد او بېلتونپالو ترهګرو پر مواضعو له برید وروسته په پراخه کچه اور لګېدلی دی.
راپورونه وايي، دغه مواضع او مرکزونه د ځانمرګو بېپیلوټه الوتکو په وسیله په نښه او ویجاړ شوي دي.
د عراق «العهد» شبکې هم د ځانمرګو بېپیلوټه الوتکو په وسیله د بېلتونپالو ترهګرو پر مرکزونو د برید خبر تأیید کړی دی.
همدارنګه، ځینو سرچینو د عراق د کردستان سیمې په مرکز اربیل ښار او د امریکايي ـ صهیونیستي ترهګرو په مرکزونو کې د چاودنو د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی.
په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د نن ورځې د خپلو ډیپلوماټیکو خبرو په دوام کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره په سیمه کې د امریکا او صهیونیستي رژیم د روانو توطیو او تېریو په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړل.
عراقچي د ایران د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي امنیت د دفاع لپاره د اسلامي جمهوریت ایران بشپړ چمتووالي ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د امریکا او صهیونیستي رژیم هر ډول تېری او دښمنانه اقدام، یا له هغوی سره د سیمې د هېوادونو هر ډول ګډون او همکاري، به د ایران د پیاوړو وسلهوالو ځواکونو له قاطع او متناسب ځواب سره مخ شي.
هغه زیاته کړه چې د دا ډول ماجراجویانه اقداماتو ټولې پایلې به د هغو کسانو پر غاړه وي چې په دغو اقداماتو کې لاس لري.
د ایران وسلهوالو ځواکونو تر دې مخکې هم د سیمې هېوادونو ته خبرداری ورکړی و چې له امریکايي متجاوزینو سره هر ډول ګډون او همکاري به د دوی په زیان تمامه شي او د اسلامي جمهوریت ایران له سخت او کوبنده ځواب سره به مخ شي.