انصارالله: د سعودي یوازې پوځي مرکزونه په نښه کوو
پارس ټوډی- د انصارالله غورځنګ د لوړې سیاسي شورا غړي وویل: د یمن وسله وال ځواکونه خپل اهداف په دقت سره غوره کوي او دمګړۍ د سعودي پوځیانو د راغونډیدو ځایونه او د وسلو ګودامونه هدف ګرځوي.
پارس ټوډی- د انصارالله غورځنګ د لوړې سیاسي شورا غړي وویل: د یمن وسله وال ځواکونه خپل اهداف په دقت سره غوره کوي او دمګړۍ د سعودي پوځیانو د راغونډیدو ځایونه او د وسلو ګودامونه هدف ګرځوي.
پارس ټوډی د ایرنا په حواله خبر ورکړی چې «محمد البخیتي» د یمن خلاف د تیري ګرو د جنګ دوام ته په اشارې سره وویل: مونږ اوس له اسرائیلو، عربستان، امریکې او یرطانیې سره د مقابلې ۱۲ کلنه تجربه لرو.
البخیتي په دې بیان سره چې «مونږ دمګړۍ یوازې پوځي زیربناوې په نښه کوو»، څرګنده کړه: سعودي عربستان خپل تاوان په تیره بیا د مړو شمیر پټوي.
له دې مخکښې د یمن د انصارالله غورځڼګ د سیاسي دفتر غړي «محمد الفرح» هم په خپل ټیلیګرامي کانال کښې په یو پیغام کښې ولیکل: د یمن د روا غوښتنو له منلو د عربستان ډډه کول، سره له دې چې په درنو لګښتونو یې خبر دی، د یمن د ولس په غوښتنو باندې په سترګو پټولو او د هغوي د عزت او کرامت ترپښو لاندې کولو باندې ټینګار دی.