ایران د یوه نړیوال جنګ پرضد مقاومت وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د ولسي بسیج ځواکونو حشد الشعبی مشر« فالح الفیاض» وویل په ایران باندې یو نړیوال جنګ وروتپل شو خو تهران وتوانید د چیلنجونو په مقابل کښې خپل انسجام وساتي.
هغه له الشرقیه ټیلي ويژن سره په مرکه کښې زیاته کړه فارس خلیج سیمه د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د تیریو په خاطر له یوې بې ثباتۍ او د اقتصادي حالاتو له خرابیدا سره مخامخ ده.
د عراق د ولسي بسیج ځواکونو حشد الشعبی مشر« فالح الفیاض» زیاته کړه د عراق ولسي بسیج ځواکونو په ایران باندې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم له تیریو څخه تر ټولو زیات تاوان ولید په دې ډول چې په دغه جنګ کښې زما د مرکز په شمول د بسیج ولسي ځواک څه د پاسه سلو مرکزونو ته تاوانونه ورسیدل او د الحشد الشعبي څه د پاسه سل ځواکونه شهیدان او لسګونو نور ژوبل هم شول.
هغه وویل مونږ په ولسي بسیج ځواک کښې جنګ ته د ورګډیدا اختیار نلرو او د عراق د وسله والو ځواکونو د قومندان حکمونو ته پاې بنده یوو.
د عراق د ولسي بسیج ځواکونو حشد الشعبی مشر« فالح الفیاض» وویل ولسي بسیج ځواک حشد الشعبي د عراق ټول خلک متحد کړل او د خپلو سیمو د دفاع کولو لپاره ټولو خلکو ته د فرصت د ورکولو له لارې یې مذهبي او قومي اختلافات له مینځه یوړل.