تعز کې د سوله‌ییزې تسلیمۍ لپاره خبرې روانې دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i179386-تعز_کې_د_سوله_ییزې_تسلیمۍ_لپاره_خبرې_روانې_دي
څو سرچینې وايي، د یمن په صنعا کې د چارواکو او د تعز ښار له ځینو شخصیتونو سره د ښار د سوله‌ییزې تسلیمۍ په اړه خبرې روانې دي.
(last modified 2026-10-05T09:13:58+00:00 )
Oct 05, 2026 13:39 Asia/Kabul
  • تعز کې د سوله‌ییزې تسلیمۍ لپاره خبرې روانې دي

څو سرچینې وايي، د یمن په صنعا کې د چارواکو او د تعز ښار له ځینو شخصیتونو سره د ښار د سوله‌ییزې تسلیمۍ په اړه خبرې روانې دي.

د راپورونو له مخې، د دغو خبرو هدف د جګړې د دوام مخنیوی او د ملکي وګړو د ژوند ژغورل دي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې یمني وسله‌والو ځواکونو د تعز لارې او داخلېدونکې سیمې کلابندې کړې دي.

سرچینې وايي، د سعودي عربستان په ملاتړ ځواکونه هم پرله‌پسې شاتګ کوي او د هغوی د لیکو د ړنګېدو راپورونه ورکړل شوي دي.