دملګروملتو دبشری حقوقو۳۵غړو هیوادونو دبحرین دآل خلیفه رژیم اقدمات محکوم کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i25234-دملګروملتو_دبشری_حقوقو۳۵غړو_هیوادونو_دبحرین_دآل_خلیفه_رژیم_اقدمات_محکوم_کړل
ایرناخبری اژانس راپورورکړ دملګروملتو د بشری حقوقو دشورا ۳۵غړو هیوادونو نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره دسیاسی مخالفانو په ضد دبحرین دآل خلیفه رژیم اقدامات محکوم کړل او په دغه هیواد کې ئې دثبات دپوره کیدا لپاره دهراړخیزو اصلاحاتو غوښتنه وکړه .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 15, 2016 15:45 Asia/Kabul
  • دملګروملتو دبشری حقوقو۳۵غړو هیوادونو دبحرین دآل خلیفه رژیم  اقدمات محکوم کړل

ایرناخبری اژانس راپورورکړ دملګروملتو د بشری حقوقو دشورا ۳۵غړو هیوادونو نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره دسیاسی مخالفانو په ضد دبحرین دآل خلیفه رژیم اقدامات محکوم کړل او په دغه هیواد کې ئې دثبات دپوره کیدا لپاره دهراړخیزو اصلاحاتو غوښتنه وکړه .

 اروپائی اتحادئې هم  نن  دملګروملتو  دبشری حقوقو په شورا کې  دیوې اعلامیې په لوستلو سره   په بحرین کې دسیاسی مخالفاتو دتابیعَت  په سلبولو اندیښنه وښودله.

  دبحرین درژیم  په محکومیّت کې داروپائی اتحادئې اعلامیه ، دانګلستان  پشمول  اتو اروپائی هیوادونو  له خوا لوستل شوې  او دغو  هیوادونو  په بحرین کې  دهراړخیزې   روغې جوړې ، اصلاحاتو ا و دثبات د تحقق  غوښتنه کړې ده .

 اروپائی  اتحادئې  په دغې ااعلامیې کې  کې همدرااز  دجمعیّت اسلامی غورځنګ  په ړنګولو ،  په محکمې کې  د دغه غورځنګ  دمشر شیخ علی سلمانلپاره د نهوکلونو دبند دسزا آورولو ، دبشری حقوقو  دمدافعانو  په نیولو  او همداراز دبحرین دسیاسی فعال رجب نبیل  دنیونې پشمول  له هیواده د سیاسی فعالانو  دوتلو  په مخنیوی  باندې اندیښنه څرګنده کړې ده