په نیواکی ټاټوبیو کښې دوه فلسطینیان شهیدان شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i38638-په_نیواکی_ټاټوبیو_کښې_دوه_فلسطینیان_شهیدان_شول
صهیونیسټی پوځیانو په نیواکی ټاټوبیو کښې د صحرای نقب په ام الحیران کلی کښې په ډزو سره دوه فلسطینیان وویشتل او شهیدان یې کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2017 11:22 Asia/Kabul
  • په نیواکی ټاټوبیو کښې دوه فلسطینیان شهیدان شول

صهیونیسټی پوځیانو په نیواکی ټاټوبیو کښې د صحرای نقب په ام الحیران کلی کښې په ډزو سره دوه فلسطینیان وویشتل او شهیدان یې کړل.

د ایرنا د راپور په اساس، یو فلسطینۍ ځوان یعقوب موسی حسین نن  پر ام الحیران کلی د صهیونیسټی پوځیانو په برید کښې شهید شو او د دغه کلی څو نور اوسیدونکی هم ټپیان شول.

صهیونیسټی پوځیانو همداراز پر یوه بل فلسطینی ځوان ډزې وکړې چې نیت یې درلود له خپل ګاډی سره ام الحیران کلی ته پوځیانو او د هغوئ د بلډوزرانو د داخیلیدا خنډ شی. دغه ځوان په دغو ډزو کښې شهید شو.

په دغو نښتو کښې یو صهیونیسټی هم ووژل شو او څو نور اسرائیلی پوځیان ټپیان شول.

العالم چینل هم راپور ورکړ: صهیونیسټی پوځیانو دولس فلسطینیان د نیواکی فلسطین په مختلفو سیمو کښې د حملو په تور ونیول.