دسورئې دشخړې یوازینۍ اغیزمنه حل لاره خبرې اترې دی
ایتارتاس خبری آژانس راپورورکړ دروسیې دخارجه وزارت ویندوئې میرمن مریا زاخارووا بیګا په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ، ماسکو تمه لری ، دسورئې د سولې خبرې اترې چې ټاکل شوې ده دقزاقستان په آستانه کې ترسره شی ، داوور بند دپلان له پیاوړتیا سره مرسته وکړی او په سورئې کې سیاسی بهیر پیل شی .
دروسیې دخارجه وزارت ویندوئې زیاته کړې ، روسیه تمه لری په آستانه کې دسورئې دروغې جوړې مذاکرات د دغه هیواد راون بحران حل سره مرسته وکړی او دغه راز دترهه ګرۍ اوافراط پالنې د ودې مخه ونیول شی .
دروسیې دخارجه وزارت د ویندوئې په وینا، دآستانې غونډې بریالیتوب دسویس په جینوا کې دورپسې خبرواترو دنتیجې د ګټه ور کیدا لامل شی.
ټاکل شوې ده د سوریاوالو ډلو ترمینځ دروغې جوړې اوسولې خبرې اترې د ایران،روسیې اوترکیې په څارنې سره دقزاقستان په آستانه کې د جنورۍ پّ ۲۳ او ۲۴ نیټه ترسره شی او راپورونه ښئ چې دملګروملتو سرمنشی هم د دغو خبرواتور بشپړ ملاتړ اوهرکلی کړی دی .ځینی نور راپورونه ښئ چې امریکا هم په دغې غونډې کې د ګډون لپاره مټې رانغړلی دی .