یوه فلسطینی ماشومه د صهیونیسټانو د تیری قربانی شوه
په نیواکی قدس کښې یوه نهه کلنه جینۍ د صهیونیسټانو لخوا تر موټر لاندې شوه او ووژل شوه.
د مهر خبری آژانس د راپور په اساس، پرون یوه نهه کلنه ماشومه نداء الجعابیص د نیواکی قدس د جنوب ختیځ په جبل المبکر سیمه کښې د یوه صهیونیسټ تر ګاډی لاندې راغله او ووژل شوه.
دغه صهیونیسټ له دغه جنایت وروسته وتښتید او د صهیونیسټ رژیم پولیسو د هغه د نیولو لپاره هیڅ اقدام ندئ کړی.
د ماشومانو په اړه د فلسطین د اطلاع رسونې وزارت د راپور په اساس، له دوه زرم میلادی کاله تر اوسه اووه ویشت زره فلسطینی ماشومان د صهیونیسټ رژیم د تیریو قربانی شوی دی.
د دوه زرم میلادی کال د دسمبر په اته ویشتمه نیټه د قدس د انتفاضې له پیله د دوه زره شپاړسم میلادی کال د مارچ تر وروستۍ نیټې پورې لږ تر لږه دوه زره فلسطینی ماشومان شهیدان او دیارلس زره ټپیان شوی دی.