ملګری ملتونه دې دعراق په چارو کې دبهرنۍ لاسوهنې مخه ونیسی.
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دایران دنظام دمصلحت پيژندونکي ټولنې د سټراټژيکو څيړنو دمرکز مشر علی اکبر ولایتي پرون مازدیګر په تهران کې دعراق په چارو کې دملګروملتو دسرمنشي له ځانګړي استازي سان کوبیش سره په کتنې کې ټينګار وکړ دعراق دمځکنۍ بشپړتیا دساتنې لپاره دې له هرډول هغه حرکت سره چې د دغه هیواد دویشل کیدا لامل کیږي ،مقابله وشي ، ځکه چې دعراق دولس برخلیک دسیمې دهیوادونو پر ثبات اغیزې شیندي .
هغه روښانه کړې دایران حکومت له ترهه ګرو ډلو سره دمقابلې او په عراق کې ددیموکراسۍ درامینځة کیدا اوتثبیتیدا لپاره د دغه هیواد له حکومت سره مرسته کوي .
ولایتی زیاته کړې عراق یو پنځه زره کلن تمند لرونکی ،لرغونی او دتیلو اوګیسو پشمول دارزښتمنو ظرفیّتونو لرونکی هیواد دی چې په دغه هیواد کې د سولې له ټینګیدو سره د دلچسپي لرونکو هیوادونو په زړه سوانده مرستو سره له دغو سرچینو استفاده کیدلی شي .
دعراق په چارو کې دملګروملتو دسرمنشي استازي یان کوبیش هم په دغې کتنې کې وویل ، دعراق ملت اوحکومت له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره حدي هلې ځلې کوي او د روښانه راتلونکي په لور ئې لوړ ګامونه پورته کړي دي. هغه روښآنه کړې ، دعراق حکومت داقتصادي اصلاحاتو لپاهر ښه پلانونه ترسره کړي دي اوبې شکه د داعش له مینځه تلو سره به د دغه هیواد ولس دخپل هیواد دپراختیا لپاره لازیاتې هڅې وکړي .